کونړ کې ځانمرګي برید ۱۴ ولسي وګړي وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان ختیځ کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د والي دفتر مخې ته ځانمرګي برید لږترلږه ۱۴ کسان وژلي او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي بي بي سي ته وویل، وژل شوي او ټپیان له یوې مخې ولسي خلک دي.
په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، برید د ولایت مقام مخې ته – چې یو پارک هم دی – د خلکو د ګڼې ګوڼې پر یوه ډک سړک وشو.
د برید اصلي موخه د دانګام ولسوالۍ یو قومي مشر او د حزب اسلامي یو پخوانی قومندان حاجي خان جان وو، چې پکې ووژل شو.
کریاب وايي، ګڼ ټپیان جلال اباد او د کونړ روغتونونو ته وړل شوي، خو د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په وژل شویو کې ډېری ماشومان او ولسي وګړي دي.
کریاب زیاتوي، د پېښې په ځای کې د هغو لاس پلورونکو د وجود ټوټې هم پرتې وې، چې دغلته يې خوراکي او نور توکي پلورل.

د عکس سرچینه، AP
شاوخوا هټیو او ولاړو موټرو ته هم زیان اوښتی، دا د ښار په منځ کې د تلفاتو له اړخه تر ټولو لوی برید دی.
زموږ خبریال وايي حاجي خان جان د دانګام ولسوالۍ و، چې تېر کال یې د طالبانو ضد کمپاین پیل کړ، خو طالبانو یې کلی سوځولی و.
تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا یو ترهګریز برید بللی، چې ټول قربانیان یې ولسي وګړي دي.

د عکس سرچینه، epa








