'د افغان پوځ عملیاتو کې د طالبانو له بنده ۳۵ کسان خوشي شول'

د عکس سرچینه، MoD
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، په هلمند ولایت کې د پوځ د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د طالبانو له بند نه لږترلږه ۳۵ کسان خوشي شوي دي.
سرچینه وايي، په خوشي شویو کې ۲۵ 'ماشومان' او پنځه 'ښځې' هم دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي: ''د پنځو ښځوا و ۲۵ ماشومانو په ګډون، ۳۵ بندیان د نادعلي ولسوالۍ د طالبانو له بند نه خوشي شول، او د عملیاتو پرمهال اوه اورپکي ونیول شول''.
د افغانستان دفاع وزارت دا خبر پر خپلې فیسبوک پاڼې خپور کړی او د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پر خپلې ټویټر پاڼې هم د تېرو عملیاتو معلومات خپاره کړي دي.
دفاع وزارت وايي، دغه کسان د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې طالبانو 'بندیان' کړي وو.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري لیکلي، د عملیاتو او ددغو کسانو د خلاصون په عملیاتو کې د طالبانو اوه غړي هم نیول شوي دي.
طالبانو تر دې مهاله ددغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.




