کابل کې د افغان سولې څلور اړخیزې خبرې پیل شوې

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سولې د خبرو په اړه څلور اړخیزه ناسته پیل شوه. په دې ناسته کې د امریکا، افغانستان، چین او پاکستان استازي له طالبانو سره د سولې د خبرو د لارې د نقشې پر جوړولو بحث کوي.
د دغه څلور اړخیزو خبرو مخکینۍ غونډه کې هوکړه دا وه، چې راتلونکې غونډه کې به له طالبانو سره د مخامخ خبرو د نېټې ټاکل شامل وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د غونډې پیل کې وویل، تمه یې دا ده چې د افغانستان او پاکستان علماء د سولې ملاتړ اعلان کړي او په افغانستان کې او سیمه کې د تاتریخوالي پروړاندې سره یوموټی شي.
صلاح الدین رباني وویل، افغانستان د ګډونوالو له ژمنو سره سرم د عملي، پرېکنده او روښانه ګامونو اخیستو د یوې نقش – لارې په تمه دی.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار دا و چې ترهګري یوازې پر افغانستان پورې نه ده محدوده، بلکې ګواښونه یې د پاکستان تر لمنې پورې هم رسېدلي دي.
د سولې په تړاو د همغږۍ د ډلې د غړو درېیمه ناسته د تېرې سلواغې پر ۱۷مه، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې وه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
د سولې عالي شورا نوې مشرتابه

د عکس سرچینه، arg
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې عالي شورا مشرتابه ته نوي کسان په رسمي ډول معرفي کړل. د دغې شورا نوی مشر سید احمد ګیلاني ټاکل شوی دی. ښاغلی ګیلاني د ملي محاذ ګوند مشري هم کوي.
د مخکیني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي د دغې شورا مشر مرستیال ټاکل شوی.
د دې ترڅنګ پنځو نور مرستیالا نور هم دغې شورا ته نوي ګمارل شوې دي. ولسمشر غني دغو مراسمو ته خبرو کې وویل چې د سولې هر اړخیز ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP








