د افغان حکومت او طالبانو خبرې په مارچ کې کېږي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان استازي نن د افغانستان د سولې په تړاو څلورمه غونډه کې په کابل کې سره جرګه شوي وو.
د دغو هېوادونو استازو د طالبانو له ټولو ډلو او نورو مخالفو وسله والو څخه وغوښتل چې خپل واکمن استازي مخامخ خبرو ته ور وپېژني، چې تمه ده د مارچ میاشتې په لومړیو کې تر سره شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي تمه ده، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان په کوربه توب ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزرات د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د همغږۍ هېوادونو استازو له ټولو مخالفو وسله والو ډلو غوښتي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.
صلاح الدین رباني د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان ونډه ستايلې او وايي دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د بارو د زیاتېدو لامل کېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په وینا د سولې لارې نقشې د ژمنو عملي او پرېکنده ګامونو ته سترګې په لار دی. او د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د مرستې غوښتونکی دی.
نوموړی وايي "له خپلو ټولو ګاونډیانو او د سیمې له سترو هېوادونو غواړم چې پر دې پوه شي چې دغه هڅې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت تر سره کېږي. هیله ده چې له دغه بهیر سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي".
ښاغلی رباني زياتوي "افغان دولت د سولې په تړاو خپلو هڅو لپاره ټولو سیمه ییزو شریکانو ته ډاډ ورکوي".

د عکس سرچینه، arg
وړاندې تر دې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون درې نورې غونډې هم تر شوې دي. او ټاکل شوې بله غونډه یې د سولې مخامخ تر خبرو وروسته په اسلام آباد کې ترسره شي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پر سر د همغږۍ ډلې موافقه، د افغانستان د سولې عالي شورا د نوي پلاوي له اعلان سره همهاله شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.








