'د سویډن کمېټې روغتون کې درې کسان وژل شوي'

د عکس سرچینه، f
افغانستان کې د سویډن کمېټه وايي تېره شپه میدان وردګو ولایت کې د دوی یوه روغتون کې د افغانستان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې درې کسان وژل شوي دي.
پېښه تیره شپه د یاد شوي ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په سیدانو تنګي کې شوې ده.
مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې هغه برید غندلی چې تېره شپه په وردګو ولایت کې د یاد شوي بنسټ پر یوه روغتیايي مرکز شوی و.
یاده کمېټه له نژدې ۳۰ کلونو راهیسې افغانستان کې د پرمختیايي، روغتیايي، پوهنې او کلیو پراخیتا برخه کې مرستندویه فعالیت کوي.
افغانستان کې د سویډن کمېټې ویاند صلاح الدین مومند بي بي سي سره خبرو کې د دوى په روغتون د عملياتو په اړه وويل چې "ددې عملیاتو پایله کې دوه ناروغان او یو بل کس، چې د ناروغ پالنه یې کوله، وژل شوي دي".
د نوموړي په وینا د عملیاتو پایله کې د روغتون کارکونکو ته زیان نه دی اوښتی.
ده ددې عملياتو غندنه وکړه او وې ويل " چې دا بريد د جینوا کنوانسیون مخالف او له بشري ارزښتونو سره ټکر کې دى".
د یاد کنوانسیون ۳۵ ماده په جګړه کې ښکېل اړخونه پر هغه ځای له مخامخ برید کولو منع کوي، چې د غیر پوځي، ناروغو او یا ټپي کسانو د درملنې مرکز په توګه ثبت شوی وي.
د میدان وردګو ولایتي شورا مشر اختر محمد طاهري هم دغه عملیات تاییدوي او وايي عملیاتو کې د دریو وژل شویو کسانو تر څنګ یو ډاکټر نیول شوی هم دی.
د نوموړي په وینا پوځیانو نوموړي کسان د وسله والو مخالفانو په نوم وژلي دي.
د نوموړي په وینا د عملیاتو کره ځای ځایګی ورته نه دی معلوم، خو په وینا یې سنګي سیدان سیمه، چې دغه عملیات پکې شوي د حکومت وسله والو مخالفانو په ولکه کې ده.
افغانستان کې د سویډن کمېټې د رسنیو برخې مشر وايي، دوی نه شي کولای تایید کړي، چې وژل شوي کسان د حکومت مخالف وسله والو وو که نه، ځکه چې دا د دوی دنده ده.
ده وويل چې،' سیاسي تړاو ته له پام کولو پرته د هر ناروغ درملنه کول د دوی دنده ده.'
د میدان وردګو والي حیات الله حیات وايي دوی ته رسیدلي رپوټونه ښيي، چې له کابله سیمې ته د ورغلو ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د حکومت څلور مخالفان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
څو میاشتې مخکې افغانستان میشتو نړیوالو ځواکونو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو یو روغتون بمبار کړی و،چې په ترڅ کې یې ۴۲ کسان ووژل شول.
دا روغتون داسې مهال ویشتل شوی و چې کندوز ښار د وسلوالو طالبانو لاسونو ته لویدلی و او داسې انګیرل شوې وه چې ګواکې مخالفان له دغه روغتونه د جګړی مشرتوب کوي.
بې پولې ډاکټرانو دا برید جنګي جنایت وباله او وروسته امریکایانو هم د برید بښنه وغوښته.








