ولسمشر غني پر طالبانو او اسلامي حزب د سولې غږ وکړ

د عکس سرچینه، epa
له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۲۷ کالیزه په ارګ او ولایتونو کې په ځانګړو مراسمو ولمانځل شوه.
ګڼ شمېر پخواني جهادي او سیاسي مشران په ارګ کې راټول شوي وو، خو د پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف په مشرۍ 'د حراست او ثبات شورا' په دې اړه بېله غونډه جوړه کړې وه.
افغان ولسمشر پخپلو خبرو کې زیاته کړه، د سولې د عالي شورا نوی مشر به ژر اعلان کړي او له طالبانو او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یې غوښتنه وکړه چې له دولت سره سوله وکړي.
د سلواغې شپږ ویشتمه، هغه ورځ چې د پخواني شوروي یرغلګرو ځواکونو وروستی سرتېری له افغانستانه ووت. له هغې ورځې دا دی اوه ویشت کاله تېږېږي. د دغې ورځې لمانځنه په تېرو کلونو د بېلا بېلو لاملونو له مخې بې رنګه شوې وه، خو سږ کال د ملي وحدت د حکومت له خوا په ارګ او ولایتونو کې په ځانګړو مراسمو ولمانځل شوه.
د ارګ په غونډه کې د ملي وحدت د حکومت پر مشرانو سربېره ګڼ شمېر جهادي او سیاسي څېرو هم ګډون کړی و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې وویل، ځکه د سلواغې اته ویشتمه لمانځي چې هېواد یې د دغې ازادۍ لپاره د ۲۴۰ میلیارډو ډالرو په اندازه مالي تاوان او درنده مرګ ژوبله یې لیدلې ده.
نوموړي زیاته کړه، د سولې عالي شورا ته یې مشر ټاکلی، سولې ته د رسېدو لپاره لار نقشه جوړه شوې ، د دولت وسله وال مخالفان باید له دغه فرصته ګټه واخلي او د بې ګناه خلکو د وینې له تویولو ډده وکړي.

په دې غونډه کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، په افغانستان کې د روسانو ماته، لویه بریا وه، خو ویې منله چې له افغانستانه د روسانو تر وتو وروسته، مجاهدینو د افغانانو په زخمونو د ملهم پټۍ کېنښودای شوه:
''زه فکر کوم چې زموږ خلک له موږ ټولو ګیله لري، ځکه موږ تېروتنې لرلې. د شهیدانو له کورنیو سره مو څه کړي؟، معلول کسان مو څومره وپالل ، کونډو او یتیمانو ته مو کوم فرصتونه برابر کړل؟ د دې ورځې د لمانځلو پر مهال باید موږ ټول خپلو سترو مسوولیتونو ته متوجه شو. ''
د افغانستان پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي په دغو مراسمو کې وویل، لومړنی کس و چې د شوروي اتحاد پر ضد یې د جهاد اعلان وکړ. مجددي د افغانستان د روانو ناخوالو پړه پر ګاونډیو هېوادونو واچوله او ویې ویل، خبره دې حد ته رسېدلې، چې د یوه ګاونډي هېواد پر وړاندې جهاد اعلان کړي:
''نن ډېره بختوره ورځ ده، کله چې ما د جهاد اعلان کاوه، په لندن کې یو کنفرانس و او ما د بي بي سي راډیو له لارې په افغانستان کې جهاد اعلان کړ. اوس له پاکستانه نه خلاصېږو، د طالب په نامه هره ورځ افغانان وژني، طالب بیخي نشته.
موږ له دې اړخه ډېر ځورېږو، یوه ورځ به اړ شو هغسې مو چې د روس پر وړاندې جهاد اعلان کړ، د پاکستان پر ضد یې هم اعلان کړو. ''

د عکس سرچینه، EPA
هغو کسانو چې نن له افغانستانه د روسي ځواکونو د وتلو ورځ ولمانځله همدغه کسان د افغانستان د کورنۍ جګړې چې کابل یې وران کړ، اصلي لوبغاړي هم ګڼل کېږي.
د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې په شپږمه افغانستان ته راغلې او تر نهو کلونو جنګ جګړو وروسته د ۱۳۶۷ کال د د لوې په شپږویشتمه له افغانستانه ووتلې.








