"بغلان ته تازه دمي ځواکونه استول شوي"

د عکس سرچینه، MOI
د بغلان والي عبدالستار بارز بي بي سي ته ویلي، دغه شمالي ولایت ته له طالبانو سره د جګړې لپاره ځانګړي ځواکونه استول شوي دي. ښاغلی بارز وايي، بغلان ته د نورو ځواکونو په رسېدو به ددې ولایت وضعیت ژر بدل شي.
وړاندې، د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي وو، چې د ځانګړو ملي پولیسو یو کنډک او عامه نظم ساتنې یوه ډله ځواکونه بغلان ته له طالبانو سره د جګړې لپاره تللي دي.
د بغلان په درو ستراتیژیکو برخو کې ګڼ طالبان په جګړې بوخت دي، چې د دولتي چارواکو په وینا.
هلته د جګړې له کبله له تېرو څو ورځو راهیسې له ازبکستان نه کابل ته د وارداتي برېښنا مزي غوڅ شوي دي.
طالبانو ویلي، دوی د برېښنا مزي نه دي غوڅ کړي، بلکې که دولت وغواړي، اړوند انجینران دې ورواستوي چې جوړ یې کړي.
د بغلان مرکز پلخمري ښار شمال لوېدیځ ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمې څو میاشتې وړاندې د طالبانو په لاس کې وې، چې دغې ډلې په وروستیو کې د نوي بغلان ښار لوېدیځه برخه هم ونیوه.





