د کابل ښار بريد کې ۲۰ کسان وژل شوي دي

له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه د پېښې ځاى ته راورسېدل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه د پېښې ځاى ته راورسېدل

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي د کابل ښار د عامه نظم پوليسو د قوماندانۍ په مخ کې شوي بريد له امله ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي دي

وړاندې د کورنيو چارو د وزارت معين، ايوب سالنگى ويلي وو چې لږ تر لږه ١٠ کسان نن د کابل ښار لوېديځ ځانمرگي بريد کې وژل شوي او ٢٠ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

بريد كابل کې د عامه نظم د پوليسو قوماندانۍ په مخ کې شوې ده. ډېرى وژل شوي ولسي وگړي ښودل شوي دي. درنه چاودنه چې ډېره لويه وه د گڼې گوڼې پر مهال شوې ده.

د کورنېو چارو وزارت مرستيال وياند بي بي سي ته ويلي دي بم په يوه موټر کې اېښودل شوى و، کله چې پوليسو د بريد گر د ودرولو هڅه وکړه هغه په موټر کې ځاى په ځاى شوي چاودېدونکي توکي والوزول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼې د دې بريد پړه منلې ده.

د عکس سرچینه، AFP

کابل تېره مياشت د ډېرو خونړيو بريدونو شاهد و.

د عکس سرچینه، AFP