وسله والو هلمند کې څلور ماين پاکوونکي وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان سويلي ولايت هلمند چارواکي وايي، وسله والو کسانو د ماين پاکۍ د يوې موسسې څلور کارکوونکي وژلي دي.
د هلمند د والي وياند، عمر ځواک، بي بي سي ته ويلي، دغه پېښه نن (۲۷ جنوري) د ياد شوي ولايت ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د چارواکو په وينا دوي په خپله ورځنۍ دنده بوخت وو چې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل. په افغانستان کې د ٢٠١٥ کال په اوږدو کې ٢٣ تنو د ماينونو د پاکولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى دی.
ښاغلی ځواک وايي وژل شوي ماين پاکوونکي د دافا موسسې کارکوونکي وو. پر دغو څلورو وژل شويو کسانو سربېره يو بل ماين پاکوونکي سخت ټپي شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ څانګي په هلمند ولايت کې د ماين پاکوونکو پر دغه ډله بريد په کلکو ټکو غندلی دی.
هرات کې چاودنه
بل خوا د افغانستان هرات ولايت کې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغو سرتېرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې موټر يې د ګذرې ولسوالۍ د اقا اوليا په سيمه کې پر سړک روان و.
د ګذرې ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي پېښه تاييدوي. د ټپيانو د روغتيايي حالت د څرنګوالي په اړه تراوسه څه نه دي ويل شوي.








