د افغانستان پارلماني ټاکنو نېټې پر اعلان د څارونکو نیوکه

د عکس سرچینه، AFP Getty Images

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا او د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو نېټې اعلانېدل د ملي یووالي حکومت د ژمنو خلاف بللي دي.

فیفا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي په داسې حال کې چې ټاکنیز نظام کې اصلاحات نه دي راغلي او د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټې پر اعلانېدو خواشینی دی او د کمیسیون دا ګام ناسنجیده بولي.

فیفا ویلي، د ټاکنو کمیسیون دا یو اړخیز ګام چې حکومت سره له همغږۍ پرته پورته شوی، اندېښنې ډېرې کړې او د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو د بې باورۍ لامل شوی او حکومت له ټاکنیزو بنسټونو سره مقابل کوي.

خو د فیفا چارواکو هیله مندي ښوولې چې کېدای شی له دې ګام څخه د ټاکنیزو اصلاحاتو د لړۍ کار چټکولو لپاره ګټه واخستل شي. فیفا لیکلي چې د ټاکنو ترسره کول نه یواځي کمیسیون ته، بلکې د نورو دولتي او نادولتي او نړیوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.

فیفا د ټاکنو له لګښت پرته د ۱۳۹۵ کال بودیجې تصویبېدو ته په اشارې سره ویلي، "د افغانستان دولت اړ دی د مالي او تخنیکي مرستو لپاره د نړیوالې ټولنې لمن ونیسي، چې د حکومت او ټاکنیزو کمیسیونو ترمنځ اوسنی تقابل، دا برخه هم له لویې ننګونې سره مخ کوي."

فیفا له ملي یووالي حکومته غوښتی چې ژر ترژره ټاکنیز اصلاحات پلې کړي.

د عکس سرچینه، AFP

د ټیفا په نوم د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ هم د اعلامیې په خپرولو سره د پارلماني ټاکنو د نېټې اعلانول یو غیرعملي ګام بللی دی.

تیفا ویلي، د ټاکنو نېټه په داسې حال کې اعلانېږي چې دافغانستان په ټاکنیزو قوانیو او ټاکنیزو بنسټونو کې هېڅ اصلاحات نه دي راغلي.

ټیفا ویلي چې نړیواله ټولنه چمتو نه ده د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو له راتلو پرته، په دې هېواد د ټاکنو بهیر مالي مرسته وکړي.

تیفا هم له حکومته غوښتي، ژر تر ژره د ټاکنیزو قوانیو برخلیک څرګند کړي ترڅو د غوراوي کمېټه له قانوني تشې راووځي او د ټاکنیزو کمیسیونو د نویو غړو په پېژندلو سره، د پارلماني ټاکنو واقعبینانه تقویم اعلان شي.

د افغانستان ولسمشر د دوو تقنیني فرمانونو له لارې، د ټاکنو په قوانیو او د ټاکنیزو کمیسیونونو تشکیل او صلاحیت کې اصلاحات راوستي وو، خو دواړه فرمانونه د ولسي جرګې لخوا رد شول. ددې فرمان ردېدل ددې لامل شول چې د غوراوي کمېټه چې اوس هم فعاله ده، د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو په غوره کولو کې له بن بست سره مخ شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو درغلیو د څېړنې کمیسیون غړي د تېر کال ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې په ناسم مدیریت تورن دي او ددې کمیسیونونو په تشکیل او قوانینو کې اصلاحات د ملي یووالي حکومت له اصلي هوکړو وو.

د افغانستان د پارلماني او محلي شوراګانو د ټاکنو په تړاو د نظر له شدید اختلاف سره سره، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو نېټه اعلان کړه.

ددې کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۵ کال د تلې (میزان) په ۲۴ مه ترسره کېږي.

نورستاني وویل، دوی ځکه دا نېټه وټاکله چې د ټاکنو قانون ۴۳ مې مادې له مخې له ټاکنو ۱۸۰ ورځې وړاندې باید د ټاکنو تقویم اعلان شي.

بلخوا د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ټاکنو کمیسیون اوسني غړي "پخوانی کمیسیون" یاد کړ او ویې ویل چې "ټول ټاکنیزو پروګرامونه به د ټاکنو نوي خپلواک کمیسیون تر نظر لاندې ترسره شي."