له وخته مخکې ټاکنې، د نوي سیاسي اییتلاف غوښتنه

د افغانستان د کابینې پخواني وزیر انور ا لحق احدي د دغه ایتلاف مشري کوي

د عکس سرچینه، ahadi facebook

د عکس تشریح، د افغانستان د کابینې پخواني وزیر انور ا لحق احدي د دغه ایتلاف مشري کوي

په افغانستان کې د نوې ملي جبهې په نوم د حکومت یوه نوي سیاسي مخالف ایتلاف خپل شتون اعلان کړ.

تر دې وړاندې هم ورته یوه سیاسي اپوزیسون چې د مخکني حکومت لوړپوړي چارواکي پکې وو، فعالیت پیل کړی وو.

د افغانستان د نوې ملې جبهې په نوم دغه سیاسي ایتلاف له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ولسمشرۍ نوې ټاکنې دې له ټاکل شوي وخت وړاندې تر سره کړي.

د دغه ایتلاف غړو په تند لهجه پر اوسنی حکومت د نا غیړۍ تور پورې کاوه.

حفیظ الله معروف له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې په دغه نوي سیاسي ایتلاف کې شپږ سیاسي ګوندونه، د حامد کرزي د واکمني د مهال ځينې پخواني والیان، یو شمیر مدني او سیاسي فعالان او د ملي شورا ځینې غړي شامل دي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې د پرانیستې په مراسیمو کې د ګډونولو خبرې تر ډېره د اوسني حکومت پر کارونو د نیوکو په بڼې ورټولې وې.

د افغانستان د کابینې پخواني وزیر انور ا لحق احدي چې د دغه ایتلاف مشري کوي، له حکومته او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې د ولسمشرۍ د بیا ټاکنونو لپاره فرصت برابر کړي.

د دغه ایتلاف د پرانیستې په مراسمو کې د ګډوانوالو خبرې د حکومت پر وړاندې خورا تندې وې خو د ستونزو د حل لپاره یې ځانګړي پرواګرامونه وړاندې نه کړل.

دغې غونډې ته د ملي شورا ځینې داسې غړي او پخواني چارواکي هم ورغلې وو چې د ټاکنو د کمپاین پر مهال د ولسمشر اشرف غني او یا هم اجرایه مشر عبدالله عبدلله کلک ملاتړي وو.

د پوهنې وزات پخوانی مرستیال وزیر صدیق پتمن چې د ښاغلي غني د کمپاین له مهمو غړو بلل کېده، د اوسني حکومت پر وړاندې یې له نیوکو خورا تنده ژبه کاروله.

تیره میاشت هم ورته یو سیاسي ایتلاف چې د مخکني حکومت لوړپوړي چارواکي پکې وو، پر فعالیت شروع وکړه.

د حراست او ثبات په نوم سیاسي ایتلاف هاغه مهال ويلي و چې هدف يې په اوسني نظام کې د اصلاحاتو راوستل دي.

د حامد کرزي د حکومت پر مهال هم ورته سیاسي ټلوالې بیا بیا جوړې شوې خو د وخت په تیرېدو بیرته له منځه لاړې.

په افغانستان کې ځینې خلک په دې باور دي چې د دغه ډول سیاسي ایتلافونه او ټلوالو جوړېدو موخې تر ډېره د ملي ګټو پر ځای، په شخصي او یا هم سمتي ګټو ورټولې وي.