افغان چارواکي:له تاجیکستان سره پر پوله '' درقد '' مو بېرته نیولې

درقد ولسوالي د آمو سيند کې د يوه ټاپو په شکل پرته ده چې د شمال له لوري له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
د عکس تشریح، درقد ولسوالي د آمو سيند کې د يوه ټاپو په شکل پرته ده چې د شمال له لوري له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

د افغانستان شمال کې چارواکي وايي، د امو سیند منځ کې پروت ټاپو ''درقد'' کنترول یې بېرته تر لاسه کړی دی.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته ویلي، تېره شپه ' جنورۍ ۹ ' حکومتي ځواکونه دغې مهم ستراتیژیک ټاپو ته ننوتل او وايي اوسمهال حکومتي ځواکونه د ولسوالۍ په مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.

د نوموړي په وینا څو راتلونکو ساعتونو کې به پوځي او ملکي چارواکي په رسمي مراسمو کې د افغانستان ملي بېرغ د ولسوالۍ پر ودانیو ورپوي.

نوموړی وايي په سیمه کې د حکومتي کارکونکو لپاره د چارو پیلولو زمینه برابریږي.

د تخار والي ویاند وايي، د درقد بېرته نیولو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو له ۴۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي او وايي په سیمه کې د پاتې وسله والو لټون روان دی.

دوې ورځې مخکې د افغان کوماندو ځواکونو په ګډون د ''درقد'' بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شول.

چارواکي وايي د افغان پلیو ځواکونو قومندان جنرال مراد علي مراد د دغو عمیلاتو مشري کوله.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل:

'' نن سهار وختي شاوخوا پنځه بجې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د دولتي ځواکونو لاس ته ولویدله. افغان ځواکونو کور په کور د پلټنې عملیات تر سره کړل.''

وسله والو طالبانو تر اوسه د ''درقد'' وضعیت په اړه د حکومتي چارواکو د څرګندونو غبرګون کې څه نه دي ویلي.

له تاجکستان سره پر پوله پرته ''درقد'' ولسوالي د تېرې اکتوبر میاشتې په ورستیو کې د طالبانو لاس ته ولویده.