ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې برید ۱۷ 'داعش' وسله وال وژلي

سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو تر وژل کېدو شېبه وړاندې له اوو طالبانو او د ملي اردو له یوه سرتېري سرونه پرې کړي وو.
د عکس تشریح، سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو تر وژل کېدو شېبه وړاندې له اوو طالبانو او د ملي اردو له یوه سرتېري سرونه پرې کړي وو.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وایي، په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې اسلامي دولت ډلې یا داعش ۱۷ غړي وژل شوي دي.

چارواکو بي بي سي ته ویلي، دا برید د جمعې په ورځ (مرغومي ۱۸مه) له غرمې وروسته ترسره شو او دوه ملکي وګړي هم پکې ټپيان شوي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، برید هغه سیمه په نښه کړې چې داعش وسله والو پکې غوښتل په طالبانو پورې اړوندو اوو کسانو سرونه پرې کړي. د اچین ولسوال حاجي غالب وایي، برید هغه مهال وشو چې داعش وسله والو له دغو طالبانو سرونه پرې کړي وو.

د حاجي غالب د معلوماتو له مخې، د داعش لخوا په وژل شویو کې اتم کس د ملي اردو یو سرتېری هم شامل وو.

د ننګرها اچین او بټي کوټ ولسوالۍ په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت اصلي سیمې بلل کېږي.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کېمبل وړاندې ویلي و، د اسلامي ډلې (داعش) ملاتړي هڅه کوي ننګرهار کې ځانته د سیمې په کچه مرکز جوړ کړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ننګرهار د والي ویاند بي بي سي ته په دې دوو ولسوالسو کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ د سختو جګړو د پیلېدو خبره کړې وه.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، په دغو جګړو کې له دواړو لوریو ۳۰ اورپکي وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

د ننګرها اچین او بټي کوټ ولسوالۍ په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت اصلي سیمې بلل کېږي.
د عکس تشریح، د ننګرها اچین او بټي کوټ ولسوالۍ په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت اصلي سیمې بلل کېږي.

تېره اونۍ هم ددغه ولایت په یوې بلې ولسوالۍ بټي کوټ کې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه کې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي وو.

بلخوا ننګرهار ته څېرمه له کونړه رارسېدلي رپوټونه ښيي چې په شیګل ولسوالۍ کې نن بې پيلوټه الوتکو برید کړی.

د شیګل امنیه قوماندان هم د برید پخلی کوي، خو تراوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري. سیمه ییز سرچینې په برید کې د درېيو پاکستاني طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.