خوستي بندیان وايي، حقونه یې پایمال شوي

    • Author, الياس وحدت
    • دنده, خوست

د بندیانو لیدو په ځانګړې شوې ورځ لسګونه نارینه او ښځینه ملاقات کوونکي په لیکو کې ولاړ وي، که سوځوونکي ګرمي وي او که په شېبو شېبو باران وي.

له کلکې پلټنې وروسته چې زندان ته ننوځي هلته هم له خپلو بندیانو سره د لیدو لپاره ځانګړی ځای نه لري.

یوه بندي بي بي سي ته وویل "چې حق خو یې دا دی چې په اوږده بند محکوم شوي بندیان له خپلو کورنیو د لیدو کتو لپاره جلا او په پرده کې ځایونه ولري، خو دوی له پنجرې شاته په عام محضر کې د خپلو کورنیو له غړو سره ویني."

دی وايي "داسې هم وي چې د باران پرمهال دوی او د دوی زنانه باران لانده خیشته کړي، غوښتنه مو داده چې د زنانه ملاقات لپاره دې جلا ځایونه ولرو."

ناروغ بندي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول کېږي نو کلک امنیت یې باید ونیول شي خو دا کار په اسانۍ سره نه کیږي ځکه له هر بندي سره باید څلور تنه ساتونکي وي، نو ځکه باید دوی په داخل کې روغتیايي اسانتیاوې ولري، خو بندیان وايي چې زندان کې د ننه کومې ځانګړې روغتیايي اسانتیاوې نشته.

ياد شوی بندي زیاتوي "دلته یو ډاکټر راځي خو چې هر بندي ورځي همغه څو ګولۍ ورکوي چې بسنه نه کوي، داخله ډاکټر او لابراتوار ته اړتیا لرو، زیاتره بندیان د غاښونو ستونزه لري او د دې لپاره ډاکټر او وسایل نشته."

په خوست زندان کې ډېری بندیان له زده کړو سره مينه لري، یا له چا څه زده کوي او یا چا ته څه ورزده کوي.

په دې برخه کې څه مرسته دولت کوي او څه په خپله د بندیانو هڅې دي، هم دیني زده کړې کوي او هم عصري.

د عکس سرچینه، AP

خو زندانیان وايي چې په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

يوه بندي وويل "موږ درسي خونه، نه لرو، په سپین میدان کې کینو، کله ګرمي یا یخني وي، یا باد او باران وي نو زموږ درسونه له مجبوریته رخصت وي، په زندان کې کوچنی غوندې کتابتون لرو خو کتابونو ته اړتیا ده او شته کتابونه مو اړتیا نه شي پوره کولی."

بندیانو له څارنوالانو هم شکایتونه کول او ویل یې چې د وخت له پوره کېدو وروسته یې له زندان څخه لېږلي مکتوب ته په وخت ځواب نه ویل کېږي، خو ځايي چارواکي وايي چې زیاتره بندیان باید په ضمانت خوشي شي او د بندیانو کورنۍ ځینې وخت ضامن په وخت نه حاضروي نو ځکه وخت ناوخت دا ستونزه پیدا کېږي.

د کابل له حکم سره سم باید خطرناک او په اوږده حبس محکوم شوي بندیان د لازمې ساتنې او د ځای د کموالي له امله کابل ته ولېږدول شي خو بندیانو غوښتنه کوله چې دوی دې کابل ته ځکه نه وړل کېږي چې بیا یې د کورنیو غړي ژر، ژر او په اسانۍ نه شي لیدلی.

خو د خوست ځايي اداره وايي چې "په دولتي چوکاټ کې هر څوک ټاکلی واک لري نو ځکه دوی د کابل امر نه شی ماتولی."

بندیان په یوه خوله وايي چې د وخت تېرولو چاپېریال تنګ او مناسب نه دی، د دوی په خبره لس کسیزې کوټې ته شل کسان هم اچولي دي او له همدې امله یې تشنابونه هم کم دي او دوی ورسره په تنګ دي.

د خوست د محبس مسوولين هم مني چې زندان تنګ او بندیان ډېر دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د خوست زندان مدیر سمونوال عبدالرحمن ساپی وايي، چې "دا مهال د دريو ښځو په ګډون ۴۶۴ کسان په ډول ډول جرمونو تورن او محکوم، په هغه ودانۍ کې بندیان دي، چې په عادلانه ډول ښايي دغه ودانۍ له ۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د ځایولو وړتیا ونه لري."

د دغه زندان ودانۍ څو کاله وړاندې د خوست په یوه څنډه کې د امریکا متحدو ایالاتو په مرسته جوړې شوې ده.

د بندیانو په استازیتوب راته یو تن دا هم وویل چې په ګرمۍ کې بادپکې په خپلو پیسو اخستې وې او اوس له ساړه کړېږي.

بندیانو ویل چې د لازمو توکو د رانیولو په موخه په زندان کې د ننه یو دوکان یا کنټین شته خو دوی یې له بې انصافۍ سرټکولو او ویل یې چې د لسو په شل پرې پلوري.

بندیانو ویل چې دوی باید وخت په وخت له کورنیو سره ټلیفوني اړیکې ولري خو په دې برخه کې شکایت دا وو چې له دوی څخه د مېسکال په بدل کې کې هم پنځوس کلدارې اخيستل کېږي.

سپورټ ته لاسرسی د بندي حق او د روغتیا لپاره ورته مهم دی خو دوی د سلګونو کسانو لپاره د والیبال يوازې یو میدان لري.

په خوست کې له کلونو راهیسې شکایت دا و چې په زندان کې د ننه بندیانو ته له بېرونه نشه يي توکي په ځانګړي ډول چرس وروړل کېږي، کله مو چې دا پوښتنه د زندان له مدیر څخه وکړه، ده وویل چې "پخوا دا ستونزه وه خو اوس د دې کار مخه نیول شوې ده."

ده وویل چې "په نشو روږدي زندانیان یې پېژندلي او درملنه یې کېږي."

سمونوال ساپي وویل چې د یوې ډلې درملنه شوې او نور تر درملنې لاندې دي.

د عکس سرچینه، AP

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دولت وسله والو مخالفینو زندانونه په دې موخه په نښه کړل کړل چې خپل بندیان ترې خلاص کړي خو د خوست امنیې قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي چې دوی د زندان امنیت ټینګ کړی او "د ورته پېښو د رامنځ ته کېدو ویره نشته."

سمونوال ساپی وايي چې په زندان کې صنعتي برخه فعاله ده چې څوک کار کوي په بدل کې مزدوري هم اخلي، همدا راز یې د زده کړو بهیر ښه وباله او ويې ویل چې د دیني زده کړو ترڅنګ تر دوولسم ټولګي پورې درسونه لري.

ده د یو شمېر ستونزو شتون رد نه کړ خو وړاندیز یې دا و چې د زندان د معیاري کېدو لپاره دې ورسره مرستې وشي.

ده زیاته کړه چې د سره صلیب په مرسته د یوې سیوري جوړولو کار يې پیل کړی چې د ملاقات کوونکو ستونزې راکمې کړي.

که څه هم زندان د سزا تېرولو ځای دی خو کتونکي په دې باور دي چې که سم اداره کړای شي نو په یوه ښوونځي، یوه مدرسه او یو کارځای هم بدلېدلی شي.