ننګرهار کې ۸ کسان د ''ميراث لپاره'' وژل شوي

د عکس سرچینه، f
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وایي، په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د اتو غړو د وژل کېدو ترشا "ښايي د میراث مسئله" وي.
د پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی له کابل نه ننګرهار ته تللی وو.
د ننګرهار چارواکي وایي، د کورنۍ د وژل شوي مشر شهید یوسف ناسکه وراره یې په دې تړاو نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، د شهید یوسف وراره عمراخان وړاندې څو ځلې د خپل تره پر کور برید کړی و.
ښاغلي خوګیاڼي وویل: "تر ډېره کچه پورې معلومات ښيي چې دی (عمراخان) په دغه قضیه کې ښکېل دی. او قضیې د رامنځته کېدو یو لامل هم د ميراث موضوع ده. خپله د شهید يوسف خاله له امنیتي ارګانونو سره په خبرو اترو کې دا څرګنده کړې چې عمراخان تردې وړاندې هم د شهید یوسف په کور باندې بریدونه کړي."
پنځه ماشومان، د هغوی مور او پلار او نیا د لیندۍ (قوس) په ۲۳ مه د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې په خپل کور کې وژل شوي وموندل شول.
چارواکي وایي، دا کورنۍ د دریو مېلمنو له خوا په ډزو وژل شوي وو.
د والي ویاند وویل، چې تراوسه د عمراخان په ګډون پنځه کسان تر څېړنو لاندې دي او په پېښه کې دوه نور تورن پېژندل شوي کسان له هېواده وتلي دي.








