غني: د کورنیو چارو وزارت د تېرو کلونو تړونونه 'اصولي نه وو'

دا ځل افغان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت باندې نیوکه وکړه "مهم وزارت او زیاته بودیجه".

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا ځل افغان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت باندې نیوکه وکړه "مهم وزارت او زیاته بودیجه".

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د تېرو څو کلونو د کورنیو چارو د وزارت هېڅ یو قرارداد اصولي نه وو. ولسمشر ویلي د دې وزارت تړونونه يې څېړلي او په دې قراردادونو کې ډېرې نیمګرتیاوې وې.

نوموړي چې نن (شنبې، دسمبر ۱۹مه) د کورنیو چارو د وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستنې په غونډه کې خبرې کولې، د دې بنسټ په جوړښت کې یې د سمونونه پر راوستلو ټینګار وکړ.

همدارنګه د کورنیو چارو وزیر وویل په دې وزارت کي د بنسټیزو اصلاحاتو پر راوستونو کار کوي.

دا ځل افغان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت باندې نیوکه وکړه "مهم وزارت او زیاته بودیجه".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي کوم قراردادونه چې په دې وزارت کې شوي د اصولو پر بنسټ نه دي.

هغه وايي فساد او بې ځایه د لاسلیکونو کاروبار ورته په کورنیو چارو وزارت کې د منلو وړ نه دي او باید د دې کال تر باید په دې وزارت کې بنسټیز سمونونه راوستل شي.

افغان ولسمشر وویل د امنیتي ځواکونو پر وړاندې يې خپل مسؤولیتونه څنګه چې لازم و، نه دي پر ځای کړي.

ولسمشر د قرباني شوو پولیسو له کورنیو سره د مرستې پر بهیر نیوکه وکړه او ويې ویل چې شته بیروکراسي د دوی د ستونزو د حل په وړاندې اصلي خنډ دی.

ښاغلي غني وویل د لازمو زده کړو نه موجودیت له امله لا هم د پولیسو د مرګ ژوبلي کچه لوړه ده.

ولسمشر هیله وښووله چې د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ به په هیېواد کي د قانون د حاکمیت اصلي مرکز وي.

د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ د ۲۱۰ ملیونو ډالرو په ارزښت د امریکا په مرسته جوړه شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي په دې ودانۍ کې د دې وزارت پورې تړلې ځینې ادارې ځای پرځای شي.

نژدې څلور سوو ښځینه پولیسو چې خپل شپږ میاشتنی روزنیز پړاو یې ترکیه کې پای ته رسولی و، د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې دندې په رسمي توګه پیل کړې.

د عکس سرچینه، MoI

د عکس تشریح، نژدې څلور سوو ښځینه پولیسو چې خپل شپږ میاشتنی روزنیز پړاو یې ترکیه کې پای ته رسولی و، د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې دندې په رسمي توګه پیل کړې.

د کابل ښار د ننه په کورنیو چارو وزارت پورې تړلو ادارو په ښار کې ډیرې ستونزې راولاړې کړې دي.

دا وزارت چې کابل په بېلابېلو برخو کې تیت او پرک ادارې لري، ډېر مراجعین ورځي.