ننگرهار کې د پنځو کوچنيانو په گډون اته کسان وژل شوي
په ننگرهار کې چارواکي وايي د يوې کورنۍ هغه اته غړي چې مړي يې د بهسودو ولسوالۍ يوه کور کې موندل شوي په اړه يې لومړنۍ پلټنه د دې ښودنه کوي چې هغوي "د شخصي بدۍ له امله د ځينو خپلوانو له خوا وژل شوي دي".
د بهسودو ولسوال بي بي سي پښتو ويب پاڼې ته وويل چې "د لومړنېو معلوماتو برعکس داسې ښکاري چې دا کسان درې ورځې وړاندې وژل شوي وو، چې وژل شوو کې پنځو کوچنيانو په گډون يو ه دوه مياشتينۍ نجلۍ هم شامله وه".
ولسوال قاري اسرارالله قاري زاده وويل چې د کور وژل شوى نارينه اصل کې د پکتيا اوسېدونکى و، او وژل شوې ميرمنې د بهسودو وې، دى زياتوي چې پکتيا کې د مقتول خپلوانو سره په تماس کې دي او په دې اړه به ډېر ژر نورمعلومات مخې ته راشي.
دى وايي چې "پلټنې روانې دي او عاملين به يې ډير ژر ونيول شي."
د سيمې خلکو په دې پېښې ډېر ټکان خوړلى.
د سیمې یوه قومي مشر ملک نعمت چې د مقتولينو په ګاونډ کې اوسېږې زمونږ همکار خوشحال تايب ته وويل "چې څوک فکر هم نه شي کولى چې په انسانانو کې به داسې وژونکى هم رامنځ ته کيږي چې د کوچنيانو په سر وسله ږدي او وژني يې".
د دې نه وړاندې ولايتي ادارې ويلي وو چې دا پېښه بيگاه رامنځ ته شوې ده خو اوس معلومه شوې ده چې دا مړي هلته له څو ورځو پراته وو.




