''د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره به ګډې هڅې کوو''

د عکس سرچینه، epa
افغانستان، پاکستان او امریکا ویلي، چې د تاوتریخوالي ختمولو په موخه به د افغان حکومت او طالبانو د ډلو تر منځ د سولې د بهیر ګړندیتوب لپاره هڅې وکړي.
دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس په څنډو کې د دغو هېوادونو د چارواکو تر منځ له یوې درې اړخیزې ناستې وروسته په یوې ګډې خبر پاڼې کې راغلې.
د خبر پاڼې په وینا درې سره هېوادونه د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو چټکې پیلیدا هڅو ته ژمن دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان، پاکستان او امریکا له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ملاتړ کوي او هغه بهیر ته ژمن دي، چې له مخې یې په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.
ټولو دریو هېوادونو جووته کړې، چې د افغانستان راتلونکي په اړه د هرې پروسې او خبرو مشري باید افغانان وکړي.
اعلامیه وايي داسې شرایط باید چمتو شي، چې وسله وال طالبان د سولې پر بهیر باور ومومي او خبرو ته زړه ښه کړي.
له خپل پاکستاني سیال سره خبرو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هیله څرګنده کړه، چې راتلونکو اونیو کې به دې برخه کې پرمختګ وشي:

د عکس سرچینه، AFP
''د نن ورځې په کتنو کې یوه مهمه موضوع، چې پرې خبرې وشوې، په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې بهیر و. د سیمې ټولو هېوادونو او ځانګړې توګه، چین، امریکا او پاکستان هوډ څرګند کړ، چې دغه پروسه کې به له افغانستان سره همکاري کوي. زموږ هیله دا ده، چې راتلونکو څو اونیو کې به د دې خبرو پایله ووینو. دا چاره به وخت نیسي، خو هیله مند یو، چې ژر تر ژره به پیل شي.''
په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان او پاکستان به هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د یوه بل پر ضد وکاروي.
دواړه هېوادونه به د هغو ټولو ډلو مخالفت کوي، چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره نه یو ځای کېږي. په بهرنیو چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز خبرې غونډې ته وویل، ''د سولې خبرې به د افغانانو په مشرۍ ترسره کېږي او پاکستان کې مېشت افغان کډوال به په درنښت خپل هېواد ته لېږل کېږي.''
بلخوا، د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته له اسیا زړه غونډې وروسته د لیدنې پر مهال د وسله والو پر ضد جګړه او د سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، ولسمشر غني په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.
د خبرپاڼې په وینا، جنرال شریف افغان ولسمشر ته همداراز ډاډ ورکړی چې د استخباراتي مالوماتو د شریکولو او د عملیاتو د همغږۍ په برخه کې به هم ورسره بشپړ ملاتړ کوي.








