ولسمشر غني: د طالبانو د مشر وژل کېدو ثبوت نه شته

د عکس سرچینه،
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هېڅ داسې کافي ثبوت نه شته، چې ګني د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور دې په خپلمنځي جګړه کې وژل شوی وي.
ښاغلي غني دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې طالبانو ملا اختر محمد منصور ته یو منسوب غږیز پیغام خپور کړ چې نوموړي په ځینو رسنیو کې هغه رپوټونه رد کړل، چې ګني ملا منصور د طالبانو خپلمنځي شخړه کې وژل شوی دی.
ځینې داسې ګنګوسې وې، چې ګني تېره اونۍ د پاکستان بلوچستان ایالت کوټې ښار ته څېرمه په کچلاغ سیمه کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې ده.
ملا اختر منصور پخپل غږیز پیغام کې وویل، چې کلونه کېږي کچلاغ ته نه دی تللی.
ملا اختر محمد منصور په تېر جولای کې وروسته تر هغه د طالبانو مشر وټاکل شو، چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینه تایید شوه.
داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګني ملا محمد عمر په ۲۰۱۴ کال له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي، خو له دې نېټې دوه نیم کاله وروسته هم طالبانو په اخترونو او ځینو نورو مناسبتونو کې هغه ته منسوب شوي پیغامونه خپرول.
د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدا وروسته، په طالبانو کې درز پیدا شو.

د عکس سرچینه،
تېره میاشت، له طالبانو جلا شوې ډلې له ملا منصور سره له بیعت کولو ډډه وکړه، او د ملا محمد رسول په مشرۍ یې خپله بېله ډله اعلان کړه.
داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې ګني ددواړو ډلو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل"داسې ثبوت نه شته چې ګني ملا منصور دې وژل شوی وي. دا پېښه باید په دقیقه توګه وشاربله شي".








