"ګڼ شمېر افغانان نه غواړي وطن پرېږدي"

په کابل کې، تل د بمي چاودنې او یا د بل ډول برید شونتیا شته، خو دا نشي کولی چې ژوند په ټپه ودروي. د دې ترڅنګ چې هرې خوا تشویش خپور دی، کابل له ورځني راکړې ورکړې هم تش نه دی.
د شهرنو په سوداګریزه سیمه کې تل خلک په شور او ځوک ګرځي راګرځي.
د عمومي سړک پر یوې غاړې، ټوله رسته له آرایشګاهو ډکه ده، او جالبه خو لا دا ده چې ټولې کړکۍ یې د نه چندان پټو او ښایسته کړی شوو ماډلونو په انځورونو پوښلي دي.
ښځې دلته نه یوازې د وېښتانو او نوکانو د جوړولو لپاره راځي بلکه د دې لپاره چې غواړي له باندنۍ نړۍ، له جګړو او د نرانو له تنګ نظرۍ ځان لږ لېرې کړي.

له یوې ملګرې سره مې یوې آرایشګاه ته ولاړم. یوه ښځه هم پکې مخ پټې نه وه، خو څه چې ډېره یې حیرانه کړم د دوی چلند ؤ.
له یوبل سره یې خندلې، ټوکې ټکالې یې کولې او بېخي د تاثیر لاندې نه وې.
ما دا وضعیت درک کولی شوی، په داسې یوې ټولنې کې چې واکمني یې د نرانو په لاس کې ده، یو بېخي ښځینه چاپېریال.
وړاندې تر دې چې منیژه غضنفري ته چې دلته یې کار کاوه کښېنم، د ګلابي رنګ ناخون بېلابېلو ډولونو مې سترګې یوړې.
لومړنی شی چې د منېژې ورته پام شو، زما وېښتان ول. ماته یې وویل، وېښتان دې باید بیاتي کړې! بیا یې زما ګډوډو وېښتانو ته وکتل او ویې ویل، رنګ یې هم کړه!
وروسته موږ پر آرایشګاه سره وغږېدو. منېژې راته وویل چې اوس خو کار بد نه دی.
بیا یې سروخوځوه او ویې ویل " خو دا چاودنې پر کاروبار بده اغېزه کوي. ښځې له کوره نه راوځي، زه له کوره نه وځم".
منیژې راته وویل چې ټوله خبره په پیسو کې نه ده. د دې دلته راتګ او له نورو ښځو سره خبرې اترې خوښېږي. منیژه وايي دلته له راتګ سره له ټولو لېرې کېږي.
ما ترې وپوښتل، آیا غواړي بل ځای ژوند وکړي؟ دې وویل چې " نه زه پوهېږم چې دا سمه خبره نه ده خو نه غواړم چې له دې ځایه ولاړه شم، همدلته کار کوم او کورنۍ مې هم همدلته ده، نو نه غواړم چې ولاړه شم".

د کابل پر سړکونو چې ګرځې یو عبارت دې هرځای ترسترګو کېږي "کابل د سولې ښار دی". د خندا خبره خو لا دا ده چې همدا جمله پر لوړو دیوالونو لیکلې شوې چې پر سر یې ازغن تار دی او دیوال ته نژدې هم وسلوال ولاړ وي.
زه روانه یم چې حنیف هاشمي سره وګورم. دی د انګریزي د ادبیاتو ۲۱ کلن زدکوونکی او د کابل پوهنتون د بحث د ډلې مشر دی.
ده پرېکړه کړې چې د یوه قاچاق وړونکي په مرسته اروپا ته ولاړ شي. ما ترې وپوښتل چې ته خو روڼ آندی سړی یې، زدکړې دې کړي، له یوې ښې کورنۍ څخه یې، ولې هېواد پرېږدې؟
په ځواب کې یې راته وویل " که زه سم ژوند ونکړی شم دا ټول څه ګټه لري؟ کله چې پوهنتون ته ځم معلومه نه ده چې بېرته به کورته ژوندی راستون شم که نه، که په کوم ځانمرګي برید واوړم نو… بله خوا په هېواد کې مشري نشته او معلومه نه ده چې پر کومه خوا روان یو، اقتصادي پرمختګ نشته. کله چې زه له پوهنتونه فارغ شم څه به کوم"؟
ما ورته تشریح کړه چې د اروپا پر لور سفر څومره خطرناک دی، خو ده راته کړل تر دې چې په ځانمرګي برید کې ووژل شي ښه دا دی چې پر لارې مړ شي.
سره له دې چې دلته ډېری د ده په شان ناهیلي دي خو ځینې خوشبینانه لیدلوری لري.
یوه ډله ځوانانو د " افغانستان تاسې ته اړتیا لري" تر سرلیک لاندې یو ډیجیټل کمپاین پیل کړی. د دوی موخه دا ده چې له افغانستان څخه د زدکړو ځوانانو له وتلو مخنیوی وکړي.
زه یې له دوو غړو سره کښېناستم، نژدې شل کلن شکیب محسنیار او شرم ګلزاد.
شکیب د خپل ماشومتوب کیسې راته وکړې،هغه مهال چې کابل د طالبان تر ولکې لاندې ؤ. دا چې څنګه یې موسیقي نه شوی اورېدی او فوټبال یې نشوی کولی. ده وویل، اوس وګورئ چې وضعیت تر پخوا ډېر ښه دی او څومره پرمختګ شوی.

" افغانستان اوس د لسو کلونو مخکې افغانستان نه دی. بدلون وخت نیسي. موږ غواړو همدا خبره نورو ځوانانو ته وکړو. وظیفې په یوه ورځ خلکو ته نه پیدا کېږي".
شرم چې د یوې سوداګرې کورنۍ غړی دی، یوه موده یې په جرمني کې ژوند کړی. خو اوس بېرته په افغانستان کې ژوند کوي. دی وايي، ډېری افغانان بهر کې د ژوند په هکله غیرواقعي سوچونه لري. ده وویل " زه په جرمني کې وم او ما افغانان ولیدل چې خیرات یې ټولوه. ډېره خوا مې ورته بدېدله. خلک فکر کوي چې یوځل اروپا ته ورسېږي هر څه سمېږي".

د عکس سرچینه، EPA
دوی دواړه مني چې د فساد، بې کارۍ او ناامنۍ ستونزې په رښتیا چې جدي دي.
شرم وویل "سهار چې کله له کوره وځم نه پوهېږم چې ماښام به کور ته راځم که نه…. خو موږ دا خطر پرځان منو. په موږ کې دا وړتیا شته. په افغانستان کې ډېر نور څه کېدی شي".
شرم ټینګار کاوه چې " که موږ مسولیت ومنو او عمل وکړو، نو دا وطن به بدل کړو".








