نامعلومو وسله والو کابل کې د وړکتون ښوونکې په ډزو وژلې

پلازمېنه کابل کې چارواکي وايي نامعلومو وسله والو یوه ۶۰ کلنه مېرمن په ډزو وژلې ده.
وسله وال کسان، چې دغه مېرمن یې وژلې د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
د کابل امنیې قومندانۍ کې د جنايي برخې مشر فریدون عبیدي وايي وژله شوې مېرمن د یوه ځايي وړکتون ښوونکې وه.
د نوموړي په وینا تر اوسه د دغې پېښې تر شا لامل معلوم نه دی.
ښاغلی عبیدي وايي پېښه نن ګهیځ وختي د کابل رحمان مېنه سیمه کې رامنځته شوې ده.
چارواکي د وژلې شوې مېرمنې پېژندګلوي نه ښيي او وايي د پېښې په تړاو یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.
تر اوسه کابل کې په دغسې توګه د مېرمنو وژنې پېښه بې ساري بلله کېږي، خو د شخصي دښمنیو له کبله په یاد ښار کې ورته پېښې لیدلې شوې دي.




