په هلمند کې يو شمېر افغان سرتېري "لا درکه" شوي دي

سنګين د هلمند ولايت په شمال کې پرته ولسوالۍ ده چې د تېر يوه کال راپدېخوا په کې د وسله والو فعاليتونو ډېر شوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سنګين د هلمند ولايت په شمال کې پرته ولسوالۍ ده چې د تېر يوه کال راپدېخوا په کې د وسله والو فعاليتونو ډېر شوي

د افغانستان جنوبي ولايت هلمند د والي ویاند عمرځواک وایي، سنګین ولسوالۍ ته د لېږل شوي پلاوي موندنې ښي، چې په دغه ولسوالۍ کي د ګوتو په شمار افغان پوځيان طالبانو له ځان سره بېولي دي.

وړاندې د هلمند والي میرزاخان رحیمي په یوې خبری ناسته کي ویلي وو، تېره ورځ د پوځ ۶۵ سرتېري له خپلو وسلو سره یو ځای طالبانو ته ورغلي دي.

خو دوالي ویاند عمرځواک وایي، وړاندي دوي ته ناسم راپورونه ورکړل شوي وو.

نوموړی وایي په سنګین ولسوالۍ کي د پوځ اته سرتېري وژل شوي، شاوخوا ۵۰ هغه یې د پوځ یوې بلي قرارګاه ته تللي او یو شمېر وسله والو له ځان سره بېولي دي.

وړاندي ښاغلي ځواک ویلي وو، چې د دغې موضوع د څېړلو لپاره يې سیمې ته یو پلاوی لېږلی دی.

طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو ويلي، تېره ورځ د هلمند ولايت په سنګین ولسوالۍ کې د پنځو قومندانانو په ګډون لسګونه سرتېري له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځای دوی ته ورغلي دي.

په دغه ولسوالۍ کې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.

طالبان همدا راز وایي، چې د سنګین ولسوالۍ په بازار کی يې يو شمېر امنیتي پوستې هم نیولې دي.

سنګين د هلمند ولايت په شمال کې پرته ولسوالۍ ده چې د تېر يوه کال راپدېخوا په کې د وسله والو فعاليتونو ډېر تر سترګو کېږي.

په هلمند کي د افغان پوځ ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې.

څو ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کي د پوځ نژدې ۴۰ پوځیان د وسله والو په یوه برید کې وژل شوي وو.