غني: د کلیو له ټیکاو پرته هېواد کې ثبات 'نه شي راتلی'

- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د 'کلیو د پراختیايي او ملي مشورتي شوراګانو پنځم کنفرانس' ته په وینا کې وویل، د افغانستان د جغرافیې پر دوو برخو وېشلو دسیسو عملي کېدو ته به هېڅکله اجازه ورنه کړي.
نوموړي د افغانستان ثبات د کلي له ثبات سره تړلی وباله، چې په وینا یې د کلیو په ناامنه کېدو ښارونه هم ناامنه کېږي:
''د دښمن دسیسه دا وه چې د افغانستان جغرافیه پر دوو برخو ووېشي، خو له نېکه مرکه موږ د ملي حاکمیت پ ساتلو بریالي شوي یو او پرې باندې ویاړو، هېڅ وخت به هېچا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ جغرافیه پر دوو برخو ووېشي، دا یو پیاوړی او هوډمن ملت دی، خو سوله او ثبات د افغانستان یو ضرورت دی، د افغانستان ثبات د افغانستان د کلي له ثبات پرته ممکن نه دی، د کلي ثبات د کلیو د شوراګانو له هڅو پرته نه شي راتلی''.
ولسمشر غني د کلیو د شوراګانو له مشرانو وغوښتل، چې په وینا یې هغه 'ګمراه' شوي کسان له خپلو کلیو وشړي، چې د خپل ولس د ویجاړۍ لپاره یې ټوپک راخیستی دی:
''هرڅوک چې د افغانستان د مشروع حکومت په مقابل کې ټوپک جګوي، له کلي نه یې وشړئ، دا خلک چې ټوپک په لاس کې اخلي، زموږ مرګ غواړي، زموږ د خلکو وژل غواړي، جوماتونه شهیدانوي او ښوونځي سوځوي، دا ګمراه خلک دي''.
ښاغلي غني د کلیو له شوراګانو د امنیت په تامینولو کې د پوره برخې اخیستو غوښتنه وکړه.
ده وویل، د افغانستان ټول کلي د ده د کلي په څېر دي، چې په وینا یې د ملي یووالي حکومت هوډ لري چې د ملي پیوستون پروګرام پر ښاري میثاق پورې وتړي، په دې معنا چې کلي له ښارونو سره پیوسته کړي.
ملي پیوستون
هغه وویل، د ملي پیوستون پروګرام به دوام کوي، ځکه چې نړیوالو ورسره د مرستې ژمنه کړې ده، او د مالیې وزارت یې راتلونکي یوه کال د تمول لپاره بودیجه هم لري.
نوموړي وویل، د ملي پیوستون پروګرام یوازې پر یوه وزارت پورې نه دی تړلی، بلکې ځینې وزارتونه ددغه پروګرام په اډانه کې پر دولت او ولس پورې تړلی ګډ کار کوي.
یوشان خدمتونه

د عکس سرچینه، BBC World Service
ولسمشر غني د کنفرانس ګډونوالو ته وویل، د هېواد په ټولو کلیو کې به تر څلورو کلونو پورې یوشان خدمتونه وړاندې کړي، خو شرط دا دی چې دا خدمتونه په شفافت ډول او دقت سره ترسره شي.
ده وویل، د هېواد لسو ډېرو محرومو ولایتونو ته به د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لومړیتوب ورکړل شي:
''کلیو او بانډو کې له امکاناتو په مؤثر ډول ګټه اخیستل حیاتي موضوع ده. که شفافیت نه وي، امکانات ضایع کېږي، باید تاسو بیا فیصله وکړئ، چې کومه طریقه ډېره شفافه ده''.
ښاغلي غني وویل، د هېواد له ضایع کېدونکو اوبو به ګټه واخلي، او ددې پرځای چې اوبه پر سېلابونو واوړي او د ګټې پر ځای افغانانو ته زیانونه واړي، باید پر اقتصادي او د ګټې وټې پر پروژو بدلې او دده په ټکو تر راتلونکو لسو کلونو پورې د هېواد هر څاڅکی اوبه د ګاونډیانو له هر څاڅکي تېلو سره برابرې شي:

د عکس سرچینه، Anora Sarkorova BBC
''تر راتلونکو لسو کلونو پورې به زموږ هر څاڅکی اوبه د ګاونډیانو له هر یوه څاڅکي تېلو سره برابرې شي''.
د افغانستان ۴۵ سلنه اوبه ضایع کېږي، او استفاده ترې نه شي کېدای.








