ولسمشر غني: د کلیو لپاره باید ځانګړی تعریف ولرو

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن (مې ۱۳مه) د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دراني او د دغه وزارت د نورو چارواکو سره په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې دغه وزارت باید د کلیو لپاره ځانګړی تعریف ولري.
د دغې غونډې موخه د نوموړي وزارت د لومړیو ۱۰۰ ورځو پلان ارزونه او بحث و.
په غونډه کې افغان ولسمشر له دغه وزارته وغوښتل چې د اړوندو عمراني پروژو لپاره پروفایلونه جوړ، د پروژو شمېر او کیفیت مالوم او دغه راز د پروژو د بشپړتیا کار چټک کړي.
همدا راز ښاغلي غني د کلیو د پراختیا وزارت ته دنده وسپارله چې د ټولو پروژو په اړه د دغه وزارت پر ویب پاڼه مالومات خپاره کړي چې رسنۍ او خلک ورته لاسرسی ولري.
نوموړي له حکومت سره د ولس د نظرونو او غوښتنو د شریکولو او د هغوی ستونزو ته د حل لارې د موندلو په چاره کې د کلیو د شوراګانو شتون مهم وباله.
ولسمشر غني وویل د کلیوالو شوراګانو فعالیتونه او لاسته راوړنې باید له رسنیو او ولس سره شریکې شي، هر وزارت باید په کلیو کې بېلابېلې شوراګانې و نه لري، بلکې ولس باید د و احدو کلیوالو شوراګانو له لارې چې د دندو لایحه ولري، خپلې ستونزې حل کړي.
افغان ولسمشر د پروګرامونو او پروژو ښه مدیریت ته په اشارې وویل ټول پروګرامونه باید د یو واحد مدیریت له لارې تنظیم او پلي شي.
نوموړي زیاته کړه د کلیو د پراختیا وزارت کولی شي د ځینو ځانګړو پروژو د پلي کولو لپاره د پوهنتونونو د اړوندو څانګو محصلینو ته د انټرنشیپ (د کار رونیزې مودې) زمینه برابره کړي چې له یوې خوا ورته د کار شرایط برابر شي او له بلې خوا په خپل مسلک کې د عملي کار په کولو سره تجربې ترلاسه کړي.









