افغانستان او پاکستان کې د زلزلې قربانیان ۲۷۰ ته ورسېدل

د عکس سرچینه، AFP
په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان کې له زلزلې ځپلو سره د مرستو بهیر چټک شوی، د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې له کبله په افغانستان او پاکستان کې د وژل شویو شمېر تر ۲۷۰ اوښتی او شاوخوا ۲۰۰۰ نور کسان پکې ژوبل شوي دي.
په ختیځ کونړ ولایت کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب ته د پولیسو مشر ویلي، په دې ولایت کې د زلزلې له کبله لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي.
لومړني رپوټونه وايي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د زلزلې له کبله سلګونه کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.
د افغانستان شمال یوې زورورې زلزلې ولړزاوه، خو د زلزلې شدت د افغانستان په ګڼو ښارونو سربېره، پاکستان او د هند په شمالي سیمو کې هم احساس شوی دی.

د عکس سرچینه، EPA
د زلزلې شدت ۷٫۵ ښودل شوی، چې وايي مرکز یې د هندوکوش د غرونو لړۍ وه.

د عکس سرچینه،
د زلزلې شدت د افغانستان پر ګڼو سیمو سربېره، پاکستان او تاجکستان کې هم احساس شوی.
تخار کې د زلزلې ويجاړي
افغان چارواکي وايي، بدخشان، تخار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزلې له کبله تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیموري بي بي سي ته وویل چې ټول قربانیان د یوه ښوونځي نجونې زده کوونکې دي.
نوموړي وویل چې د ۷ ټپیانو حالت سخت دی.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې هم سیمه ییزو روغتیايي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د زلزلې له کبله د اوو کسانو مړي او تر ۷۰ ډېر ټپیان دوی ته وروړل شوي دي.
پاکستان کې د زلزلې ویجاړی
پاکستان کې تر اوسه د زلزلې له کبله د وژل شویو شمېر لږترلږه ۲۱۴ کسان ښودل شوی، او چارواکي واييو شاید دا شمېر د وخت په تېرېدو ډېر شي.
په پېښور کې زموږ همکار رفعت الله اورکزی وايي:

د عکس سرچینه، AP
"پېښور په ډېرو سیمو کې د زلزلې له امله ګڼو ودانیو ته زیان اوښتی. ډېرې ودانۍ نړېدلي."
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي تر ټولو ډېر تاوان خیبر پښتونخواه کې اوښتی دی.
هلته ۱۲۳ کسان مړه شوي او له ۹۵۰ ډېر ټپیان دي.
په قبایلي سیمه باجوړ کې بیا د ۱۶ کسانو مړینه تایید شوې.
ګلګت بلتستان کې څلور او په راولپنډۍ ښار کې یو کس زلزلې وژلی.

د عکس سرچینه، Getty
د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد په سوېل ختیځ کې نژدې ۷۰ کیلومتره لیرې د هندوکوش غرونه ښودل شوي.
په ځمکه کې د زلزلې ژوروالی شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره ښودل شوی.
د افغانستان په یوشمېر سیمو کې د برېښنا او تیلیفوني اړیکو ځینې مزي شکېدلي او روغتونونه تیارسئ ته چمتو دي.

د عکس سرچینه،
د زلزلې موده یوه دقیقه وه.
د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې ځینې انځورونه او رپوټونه خپاره شوي، چې په زلزله کې د خلکو ځینې کورونو ته زیان اوښتی، خو تر اوسه د انساني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په پلازمېنه کابل کې هم د زلزلې شدت احساس شوی.
پاکستان کې د بي بي سي خبریال وايي، لاهور ښار کې د تیلېفون مزي له کاره لوېدلي دي.
عیني شاهدان وايي، د هند پلازمېنه ډیلي کې هم خلک د زلزلې له کبله واټونو او کوڅو ته راوتلي دي.
غبرګونونه
ورېدل افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ملي امنیت شورا به بېړنۍ غونډه کوي، چې د زلزلې زیانونه وارزوي او زلزله ځپلو او ټپي شوو ته په خپل وخت مرستې ورسوي. هغه د بیړنیو مرستې کمېټې ته هم ویلی چې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.
امریکا، ایران، هند، ترکیې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر او یونما هم د زلزلې له کبله د وژل شویو له کورنیو سره همدردي ښوولې او وايي چې له اغېزمنو شویو سره به مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AFP Getty

د عکس سرچینه، Reuters








