فراه ولایت کې بم چاودنې ۲۷ کسان ټپیان کړي

د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت ځايي چارواکي وايي د پرچمن ولسوالۍ د سرمشکان کلي په یوه جومات کې د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.
د فراه والي محمد اصف ننګ بي بي سي ته وویل، پېښه د پنجشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۴مه) په دغه جومات کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال رامنځته شوه.
نوموړي وویل بم له لرې کنترولېده او د اختر لمونځ له پیل سره سم وچاودېد.
ښاغلي ننګ وویل، د پنځو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی او د درملنې لپاره کندهار ولایت ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.
فراه د افغانستان په لوېدیځ کې یو له نسبتا ناارامه ولایتونو ګڼل کېږي چې په ځینو برخو کې یې د حکومت مخالفې ډلې فعالیت لري.




