غني: ډېری وزارتونه به د کابل ښار لوېدیځ ته ولېږدوو

ښاغلي غني وویل، په راتلونکو څو میاشتو کې به ټولې ښاروالۍ د یوې مشخصې طرحې له مخې په ډاګه شي او د افغانستان د ښاروالیو یوه شبکه به جوړه شي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ښاغلي غني وویل، په راتلونکو څو میاشتو کې به ټولې ښاروالۍ د یوې مشخصې طرحې له مخې په ډاګه شي او د افغانستان د ښاروالیو یوه شبکه به جوړه شي.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د ښارونو د وضعیت څرنګوالي په څېړنیزه غونډه کې وویل، حکومت پتېیلې ده، چې د ډېری وزارتونو ودانۍ د کابل لوېدیځ دارالامان سیمې ته ولېږدول شي.

نوموړي وویل، پیل به له هغو وزارتونو کېږي، چې بودیجه لري، خو په وینا یې هېڅوک په شخصي ډول د وزارتونو د اړوندو ځمکو د خرڅولو واک نه لري.

دارالامان ته د وزارتونو د لېږدولو د پروژې پيل د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي امان الله خان له لوري شوی و، چې جرمني ورسره تخنیکي مرسته کوله.

ولسمشر غني وویل، له ژمنې سره سم به د نارسمي استوګنځایونو تثبیتول پیل شي:

''له اختر وروسته به د یو اېن هبیتات له خوا د یوې منظمې پروژې په توګه د نارسمي ودانیو ثبتول پیل شي. په میاشت کې به شاوخوا شپاړس زره استوګنځایونه تثبیت شي او شرعي به شي.''

ښاغلي غني وویل، د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې هم ژمنه کړې وه، چې ټولو ښاري شتمنیو ته به شرعي اسناد ورکړل شي:

''د افغانستان په ټولو ښارونو کې هر کور د مصنوعي سپوږمکۍ له خوا تثبیت شوی او دا شمېر راغونډ شوی، چې یو میلیون کورونو ته رسېږي، خو لاهم نه پوهېږو چې څومره قانوني دي او څومره تخمیني عرفي دي. ''

ده وویل، پلازمېنه کابل کې د افغانستان مطلق کاري نفوس اوسېږي، چې په وینا یې نورو ځایونو ته مساوي پام نه دی شوی، او ښارونو ته په نامتوازن ډول وګړي ورمات شوي دي.

ولسمشر غني د منظمې ښاري پالیسۍ نشتوالی په ښارونو کې په خپلسري ډول د ودانیو او مسکن جوړونې لامل وباله:

''له څو لسیزو راهیسې موږ د ښاري پالیسۍ له نشتوالي سره مخامخ وو. پالیسي نه وه، زموږ ښارونه ددې پرځای چې د اقتصاد محرک او د ثابتې شتمنۍ ځای شي، له ګډوډۍ سره مخامخ دي. ''

ده وویل، راتلونکی کال به د افغانستان شپږو واړو قل اردو ګانو لپاره منظم استوګنځایونه پیل کړي.

خو ده وویل ښارونو ته پام کول په دې معنا نه دي، چې کلیوالې سیمې دې هېرې کړای شي: ''ښار او کلی ملت جوړوي، که په ښار فکر کوو، معنا یې ډا نه ده چې د جزیرې په ډول وي، باید ښار او کلی سره وتړو. هېڅ وخت د افغانستان ښارونه د اوس په څېر له یو بل سره بې اړیکې نه وو. ''

نوموړي وویل، د کورنیو بې ځایه شویو لپاره به تر څلورو کلونو پورې د اساسي استوګنځیونو غم وخوري:

''باید په راتلونکو څلورو کلونو کې د کورنیو بې ځایه شویو توری له خپل کلتور نه وباسو او په اساسي توګه به یې چاره وکړو. ''

ولسمشر غني د منظمې ښاري پالیسۍ نشتوالی په ښارونو کې په خپلسري ډول د ودانیو او مسکن جوړونې لامل وباله

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ولسمشر غني د منظمې ښاري پالیسۍ نشتوالی په ښارونو کې په خپلسري ډول د ودانیو او مسکن جوړونې لامل وباله

محمد اشرف غني ژمنه وکړه، چې د لوی اختر له ورځې بله له کابل ښاریانو سره مخامخ کتنې پیل کړي او د منظم ښاري سیستم د جوړونې لپاره به له دوی سره سلامشورې وکړي.

دا مهال کابل ښار کې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي اوسېږي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، دا مهال کابل ښار کې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي اوسېږي