کونړ کې چاودنې تر ۲۰ ډېر ولسي وګړي ټپیان کړي

د عکس سرچینه، f
د افغانستان ختیځ کونړ ولایت مرکز اسد آباد کې درنه چاودنه شوې ده.
د کونړ د روغتون مشر وايي، تر اوسه دوی ته تر شلو ډېر ټپي شوي ولسي وګړي وروړل شوي دي.
په دغو ټپیانو کې د ۵ تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی. خو د کونړ د پولیسو مشر بیا د ټپیانو شمېر ۸ کسان ښيي.
په کونړ کې د بي بي سي خبریال وايي، چاودېدونکي توکي ښار کې د برېښنا د مېټرو په یوه بکس کې ځای پرځای شوي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د چاودنې هدف څه و. تر دې دمه د دغې پېښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د افغانستان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ په دا وروستیو کلونو کې خونړۍ نښتې رامنځ ته شوې دي.
سمنګان
د افغانستان د شمالي ولایت سمنگان د ایبک ښار په مرکز کې چاودنه شوې.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي په وینا، په دې چاودنه کې د یوې میرمنې په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي.
نوموړی وايي، چاودیدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو او موخه يې له سیمې نه د پولیسو تېرېدونکی رنجر ګاډی و.
ټپیان د سمنګان ولایت مرکزي روغتون ته وړل شوي خو ویل کېږي، چې د ۳ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
پولیس وايي، د پیښې په اړه يې پلټنه پیل کړې خو تر اوسه پورې په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.








