'نی': ۸۲٪ سانسور د بیان آزادي له خطر سره مخامخ کړې

د عکس سرچینه، AP
د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره 'نی' وایي په هېواد کې د رسنیو ۷۲ سلنې سانسور د بیان ازادي له خطر سره مخامخ کړې ده.
د ني ادراې معلومات ښيي چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ له ډېر سخت سانسور سره مخامخ دي.
هغه نظر پوښتنه چې 'نی' ادارې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له شاوخوا ۳۰۰ خبریالانو کړې، ښيي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د سانسور له امله له ګواښ سره مخامخ ده.
یوازې په کابل کې د ۵۸ خبریالانو له ډلې نه ۲ تنو یې ویلي چې سانسور نشته، نورو ټولو په رسنیو سانسور منلی.
د دغو خبریالانو د ځوابونو پربنسټ ۴۸ سلنه سانسور له دولت لخوا ، ۴۶ سلنه د سیمه ییزو زورواکانو او پاتې نور د خپل ځان سانسورۍ او طالبانو لخوا کیږي.
د دغي نظرپوښتنې پربنسټ ډېری هغه خبرونه چې له پوځي او امنیتي برخو سره تړلي وي د حکومت له لخوا سانسوریږي او هغه خبرونه چې د سیمه ییزو زورواکانو ناقانونه کړنې روښانه کوي د زورواکانو لخوا سانسوریږي.
د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي پر رسنیو سانسور د دولت، سیمه ییزو زورواکانو، د رسنیو مدیرانو او وسلوالو مخالفینو د فشار له امله رامنځ ته کیږي.
هغو خبریالانو چې خپله خپل ځان سانسوروي، ویلي ډیری هغه خبرونه چې د بشر حقونو د جنایتونو په اړه وي، خبریالان اړ دي چې سانسور يې کړي.
همدارنګه د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ افغان خبریالان اروپا ته د پناه غوښتلو په نیت له هېواده تښتېدلي دي.
دغه خبریالان د نا امنیو، نا معلوم راتلونکي حالت، اروپايي هېوادونو لخوا د سرحدونو پرانیستنه او د رسنیو د سانسور له امله له هېواد تېښتې ته اړ شوي دي.
دا اداره وايي د دغه حالت دوام د رسنیو د برخې او د بیان د ازادۍ لپاره ټکان ورکوونکی خبر دی، او حکومت باید د دغه حالت او بحران د له منځه وړلو مخه ونیسي.








