افغان امنیت شورا یوه فېسبوک پاڼه 'خطرناکه' ګڼلې

ښکاري چې ظاهراً دغه کسان د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر د شکایت پر بنسټ پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښتل شوي.
د عکس تشریح، ښکاري چې ظاهراً دغه کسان د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر د شکایت پر بنسټ پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښتل شوي.

د افغانستان د امنیت شورا ویلي، په وروستیو کې په ناڅرګند هویت یوه فېسبوک پاڼه چلول کېږي، چې په وینا یې د افغانستان د قوانینو خلاف یې ځینې محرم دولتي معلومات خپاره کړي دي.

امنیت شورا وايي، د دغو معلوماتو افشا کول له شک پرته جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کوي.

دغې شورا له اړوندو ادارو غوښتي چې د امنیتي سکتور د محرمو اسنادو له افشا کوونکو سره د هېواد له قوانینو سره سم چلند وکړي او ددغه ډول اعمالو مخه ونیسي.

د امنیت شورا دفتر د محرمو حکومتي اسنادو افشا کېدل له قانون نه ښکاره سرغړونه بللې، او له رسنیو یې غوښتنه دا ده چې د دولتي محرمو اسنادو محرم ساتلو برخه کې له چوکاټه بهر عمل و نه کړي.

تېره ورځ (یکشنبې، اګست ۲۳مه) د افغانستان ملي امنیت ادارې له ځینو خبریالانو په دې اړه پوښتنې ګروېږنې وکړې، چې ګني پر فېسبوک پاڼه یوه لانجمنه پاڼه چلوي.

پر فېسبوک د ''کابل ټکسي'' په نوم طنزي او انتقادي پاڼې یو لړ لانجمن بحثونه پنځولي، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پر فېسبوک پاڼې د ناڅرګندو کسانو له خوا انتقادي لیکنې او د حکومت ځینې محرم اسناد خپرېږي.

دغه پاڼه په طنزي ډول پر جهادي مشرانو، مشهورو قومي مخورو، سیاستوالو او لوړپوړو دولتي چارواکو نیوکې کوي.

ښکاري چې ظاهراً دغه کسان د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر د شکایت پر بنسټ پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښتل شوي.

د افغانستان اساسي قانون د وینا آزادي د وګړو حق ګڼلی، چې باید پام ورته وشي.

پر فېسبوک د ''کابل ټکسي'' په نوم طنزي او انتقادي پاڼې یولړ لانجمن بحثونه پنځولي، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پر فېسبوک پاڼې د ناڅرګندو کسانو له خوا انتقادي لیکنې او د حکومت ځینې محرم اسناد خپرېږي.
د عکس تشریح، پر فېسبوک د ''کابل ټکسي'' په نوم طنزي او انتقادي پاڼې یولړ لانجمن بحثونه پنځولي، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پر فېسبوک پاڼې د ناڅرګندو کسانو له خوا انتقادي لیکنې او د حکومت ځینې محرم اسناد خپرېږي.