"طالبانو بدخشان کې يوه ښځه او خاوند په ډزو وژلي"

افغانستان کې د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي په دې ولايت کې "طالبانو يوه ښځه او خاوند په ډزو وژلې" دي.
د بدخشان والي وياند احمد نويد فروتن وايي، "دغه کسان له دولتي ځواکونو سره د مرستې او همکارۍ په تور د شهدا ولسوالۍ په لب جر کلي کې وژل شوي دي".
دی وايي له طالبانو سره تړلیو وسله والو دغه کسان له کوره ايستلي او د ګوليو باران يې پرې کړی دی.
ښاغلی فروتن وايي شهدا ولسوالۍ بدخشان کي یوه له باامنه ولسواليو ګڼل کېده چې د شاوخوا ولسواليو د ناامنيو له کبله په کې اوس حالات خراب شوي دي.
دی وايي د وردوج ولسوالۍ له څخه راغلیو وسله والو چې بهرنيان هم په کې ګډون لري د شهدا ولسوالۍ امنيت خراب کړی دی.
تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي او دغه پېښه يې منلې يا رد کړې نه ده.
یوه اوونۍ وړاندې هم دولتي چارواکو ويلي وو چې له طالبانو سره تړليو کسانو د خاوند او بچو مخکې پر یوه ښځه جنسي تېری کړی او بيا يې په دار ځړولې وه.
دوی وايي دغه پېښه د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې پېښه شوې وه.
طالبانو وړاندې هم ډېر کسان د نامشروع اړيکو له امله وژلي، د جوزجان ولايت کې يې يوه ښځه او نارينه د نامشروع اړيکو له کبله په ډزو وژلي وو.








