وسلوالو په غزني کې ۱۲ کسان يرغمل کړي دي

تېره ورځ د غزني ځايي چارواکو تاييد کړه، هغه څلور کسان چې درې ورځې وړاندې وسلوالو يرغمل کړي و، جسدونه يې د سړک تر څنګ موندل شوي دي
د عکس تشریح، تېره ورځ د غزني ځايي چارواکو تاييد کړه، هغه څلور کسان چې درې ورځې وړاندې وسلوالو يرغمل کړي و، جسدونه يې د سړک تر څنګ موندل شوي دي

د افغانستان په سويل کې د غزني ولایت چارواکو ويلي چې وسلوالو کسانو ۱۲ ملکيان د قرباغ ولسوالۍ کې يرغمل کړي دي.

د غزني د والي وياند محمد علي احمدي بي بي سي ته وويل دغه کسان تېره ورځ (سه شنبه، ۱۱ اګست) وسلوالو د قره باغ دښته کې له موټر ښکته کړي دي.

ده زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو د راپورنو پر بنسټ يرغمل شوي کسان د قرباغ دښتې نه د ګيلان ولسوالۍ په لوري لېږدول شوي چې د وسلوالو طالبانو فعاليتونه په کې ډېر دي.

ښاغلی احمدي وايي د لومړنيو راپورونو له مخې يرغمل شوي ټول د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د جاغوري ولسوال ظفر شريف هم ويلي چې د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو لپاره هڅې روانې دي، خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده ورکړې.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغو کسانو يرغمل کولو مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

تېره ورځ د غزني ځايي چارواکو تاييد کړه، هغه څلور کسان چې درې ورځې وړاندې وسلوالو يرغمل کړي و، جسدونه يې د سړک تر څنګ موندل شوي دي.

شاوخوا درې مياشتې مخکې هم څلور ملکيان چې دوه ښځې، يو ماشوم او يو موټر چلوونکی وو د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې يرغمل شول چې تر اوسه يې برخليک نه دی معلوم.

مالستان، جاغوري او ناهور هغه سيمې دي چې طالبان په کې نشته، خو دغو ولسواليو ته ورغلې لارې خوندي نه دي.

د دغو ولسواليو خلک اړ دي چې له همدې ناامنو لارو غزني ښار ته د رسېدو لپاره تېر شي.

ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي په تېر يوه کال کې لږترلږه ۱۳ کسان پر دغو لارو د وسلوالو له لوري وژل شوي، خو رسمي پخلی يې لا نه دی شوی.