لوګر کې ځانمرګي برید ۶ کسان وژلي

په دغه برید کې لږ تر لږه ۷ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي او د پېښې پړه طالبانو په غاړه اخیستې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په دغه برید کې لږ تر لږه ۷ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي او د پېښې پړه طالبانو په غاړه اخیستې

د افغانستان په لوګر ولایت کې نن سهار (اګست ۶) ځانمرګي برید له کبله ۶ کسان ووژل شول.

سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي، په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه یې پولیس او ۳تنه نور یې ولسي وګړي دي چې د ځانمرګي برید پر مهال له سیمې څخه تېریدل.

دغه پېښه د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې هغه مهال شوې چې ډیر کسان خپلو دندو ته د تلو په حال کې وو.

د لوګر د پولیسو مشر داوود احمدي وویل، برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټرته د دغه ولایت د ولایتي شوار دفتر مخې ته چاودنه ورکړه.

نوموړي وویل، چې چاودنه زور وره وه او د شاوخوا کورونو شیشې یې ماتې کړې او مالي تاوانونه یې اړولي.

لږ تر لږه ۷ ولسي وګړي په دغه پېښه کې ټپیان شوي دي.

د طالبانو ډلې د دغې پېښې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چې برید کوونکي افغان امنیتي ځانګړي ځواکونه په نښه کړي وو.

د طالبانو ډلې د دغې پېښې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چې برید کوونکي افغان امنیتي ځانګړي ځواکونه په نښه کړي وو

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د طالبانو ډلې د دغې پېښې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چې برید کوونکي افغان امنیتي ځانګړي ځواکونه په نښه کړي وو

په وروستیو کې په دغه ولایت کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په اړه هم رپوټونه خپار شوي دي.

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل چې د اسلامي دولت ډلې د وسلو یوه زیرمه یې کشف کړې چې په کې درنې او سپکې وسلې وې.

ویل شوې چې له دغو وسلو څخه لوګر ولایت کې پر دولتي تاسیساتو په بریدونکو کې کار اخیستل کېده.