د بې پيلوټه الوتکې بريد ۷۰ وسله وال وژلي

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالرحيم زی وايي د بريد په ترڅ کې د دې ډلو پنځه موټر او زياته اندازه وسلې هم ويجاړې شوې

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالرحيم زی وايي د بريد په ترڅ کې د دې ډلو پنځه موټر او زياته اندازه وسلې هم ويجاړې شوې

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د امريکا بې پيلوټه الوتکې پر طالبانو او "اسلامي دولت" ډلې هوايي بريدونه کړي چې له کبله يې ۷۰ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالرحيم زي بي بي سي ته ويلي چې دغه بريد د دې ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ شوی دی.

دی وايي د بريد په ترڅ کې د دې ډلو پنځه موټر او په زياته اندازه وسلې هم ويجاړې شوې دي.

ښاغلي عبدالرحيم زي ويلي طالبان او د "اسلامي دولت" ډلې جنګيالي په جګړه بوخت وو چې هوايي بريد پرې وشو او دواړو غاړه ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان ځينې چارواکي وايي په ننګرهار ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې يوه بريد کې د اسلامي دولت ډلې مهم قوماندان هم وژل شوی دی.

يوه اوونۍ وړاندې د دې ولايت په اګام کې د اسلامي دولت ډلې ۲۰ جنګيالي وژل شوي وو.

د تېرې مياشتې په پيل کې په ننګرهار ولايت کې دې ته ورته بريد کې د اسلامي دولت ۴۹ جنګيالي وژل شوي وو.

په تېرو څو اوونيو کې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې تر منځ په دې ولايت کې ګڼې جګړې شوې، چې دواړو غاړو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.