تخار کې د امنيتي ځواکونو کلابندي ماته شوې

د افغانستان په شمال، تخار ولايت کې د سيمه ييزو ځواکونو يو قوماندان وايي د نويو ځواکونو په رسېدو يې هغه ۵۰ عسکر چې طالبانو کلابند کړي وو، ازاد کړي دي.
دی وايي "د طالبانو کلابندي يې ماته کړې او له سيمې يې په شا تمبولي دي".
د سيمه ييز پوليسو قوماندان معراج الدين بي بي سي ته ويلي، سرتېري يې له دوو ورځو طالبانو کلابند کړي وو، له ينګي کلا او خواجه بهاء الدين ولسواليو ورته نوي سرتېري راغلي او دغه کلابندي يې ماته کړې ده.
ده زياته کړه وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ له مرکز څخه په شاتمبول شوي دي.
د تخار ولايت د پوليسو قوماندان وايي نوي ځواکونه يې سيمې ته لېږلي او د امنيتي ځواکونو کلابندي يې ماته کړې ده.
دی وايي په دې جګړه کې ۴ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. او له امنيتي ځواکونو هم دوه کسان ټپيان شوي دي.
تېره ورځ د ارزوګان ځايي چارواکو ويلي وو چې ۷۰ سرتېري په خاص اروزګان ولسوالۍ کې طالبانو کلابند کړي دي.
د خاص اروزګان ولسوال عبدالکريم کريمي بي بي سي ته ويلي چې دغه سرتېري له تېرو ۲۰ ورځو طالبانو کلابند کړي ده، خو په وينا يې ۴ ورځې کېږي چې کلابندي نوره هم سخته شوې.
د راپورونو له مخې له تېرې ورځې راهيسې ۴ تنه پوليس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي.
ده اندېښنه ښودلې وه که چېرې دغو پوليسو ته مرسته ونه رسېږي ټول به ووژل شي.








