"د سولې خبرو دوهمې غونډې ته چمتو يوو"

 ويل کېږي سعودي عربستان د طالبانو او ايران منځ د مخ پر زياتېدونکو اړيکو له کبله اندېښمن دی
د عکس تشریح، ويل کېږي سعودي عربستان د طالبانو او ايران منځ د مخ پر زياتېدونکو اړيکو له کبله اندېښمن دی

د طالبانو يوه پخواني وزير او د رهبري شورا غړي بي بي سي ته ويلي، طالبانو په لوړه کچه د سولې د خبرو دوهمي غونډي لپاره چمتووالی نيولی دی. ده دا و نه ويل چې دوهمه غونډه به څه وخت جوړېږي.

اسلام اباد کې امنيتي چارواکي وايي دوهمه غونډه به هم پاکستان کې جوړه شي.

کابل کې د سولې د شورا ځينو غړو ويلي کېدی شي غونډه د روانې مياشتې په پای کې، چين کې جوړه شي.

سرچينې وايي د مري په غونډه کې چين ټينګار کړی و چې د دوهمې غونډې کوربه شي.

د طالبانو دغه مشر د نوم نه ښکاره کولو په شرط بي بي سي ته وويل د شورا ځينې نور غړي هم کېدی شي راتلونکې غونډه کې برخه واخلي.

د جولای پر اوومه اسلام اباد ته نژدې د مري ښارګوټي کې شوې غونډه کې د طالبانو د شورا د دفتر سکرتر ملا عبدالطيف منصور برخه اخيستې وه.

د قطر دفتر په خبرو کې د نه ګدون په اړه پوښتنې ته ځواب کې د طالبانو دې مشر وويل، د سولې خبرو کي برخه اخيستل د رهبري شورا پرېکړه وه. دی وايي "د قطر د دفتر بيانونه دومره اعتبار نه لري، واک له رهبري شوار سره دی.

د قطر د دفتر غړي په خپله د رهبري شورا له خوا ټاکل شوي. که چېرې د قطر د دفتر او رهبري شورا تر منځ ټکر راشي نو د قطر دفتر به اعتبار له لاسه ورکړي"

ده دا هم وويل د قطر دفتر کې يو هم د شوار غړی نشته او د هغوي مخالفت څه معنا نه لري.

بل خوا بي بي سي ته ښکاره شوې چې د طالبانو دوو مهمو غړو ملا عبدالجليل او ملا حسن سعودي عربستان ته سفر بشپړ کړی.

د سفر د مقصد په اړه څه نه دي ويل شوي ولې سرچينې وايي کېدی شي سعودي چارواکو سره يي هم ليدلي وي.

کابل کې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې د سولي خبرو کې د حکومتي پلاوي يوه غړي حاجي دين محمد هم په دي وروستيو کي سعودي ته سفر کړی و.

د طالبانو يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سيد طيب اغا هم څه موده وړاندې سعودي ته سفر کړی وو. دا سفرونه په داسې وخت کې شوي چې د سولې پروسه کې د سعودي پر رول خبرې و شي.

داسې هم ويل کېږي سعودي عربستان د طالبانو او ايران ترمنځ مخ د پر زياتېدونکو اړيکو له کبله اندېښمن دی. طالبانو په دې وروستيو کې تهران ته سفر کړی و.