سمنګانو کې د پستې راټولولو پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
د سمنګانو ولايت چارواکي وايي د پستې راټولو پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او يو ټپي دی.
دغه پېښه د سمنګانو ولايت په ايبک ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د سمنګانو والي وياند صديق عزيزي بي بي سي ته ويلي چې په دې شخړه کې د دوو قوماندانو وسله والو کسانو پر يو بل ډزې کړې دي.
ښاغلي عزيزي زياته کړه سيمه د امنيتي ځواکونو تر ولکې لاندې ده، تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د سمنګانو د والي وياند وايي امنيتي ځواکونه په سيمه کې مېشت شوي او حالات يې تر کنټرول لاندې راوستي دي.
په سمنګانو ولايت کې په زرګونو جريبه ځکمه د پستې ځنګلونه لري، چې حاصل يې هر کال د خلکو له خوا بې له کومې قانوني اجازې راټولېږي.




