ننګرهار کې د ''اسلامي دولت'' د یوه مشر وژل کېدو ادعا شوې

د عکس سرچینه، BBC World Service
افغان چارواکو ویلي، په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ''اسلامي دولت'' ډلې یو جګپوړی مشر شاهد الله شاهد د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
شاهد الله شاهد وړاندې د پاکستاني طالبانو د ډلې ویاند و، چې تېر کال یې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره بیعت وکړ.
کابل کې د بي بي سي خبریال ډیویډ لاین وايي، په دې برید کې د ''اسلامي دولت'' ډلې لږترلږه دوه نور غړي هم وژل شوي.
د افغانستان په هغه سیمه کې د ښاغلي شاهد د وژل کېدو ادعا کېږي، چې د ''اسلامي دولت'' او افغان طالبانو ترمنځ د جګړې رپوټونه ترې ورکول کېږي.
که چېرې د افغان چارواکو دغه ادعا رښتیا شي، دا به پاکستاني طالبانو او په افغانستان کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ته یو لوی ګوزار وي.

د عکس سرچینه،
د پاکستاني طالبانو د مخکیني مشر حکیم الله مسید تر وژل کېدا وروسته د دغې ډلې مشري له مسیدو قبیلې نه ووتله او ملا فضل الله ددغې ډلې د مشر په توګه راڅرګند شو، چې د تېر کال په اکتوبر کې له ډېرو داخلي اختلافاتو وروسته بالاخره شاهد الله شاهد او پنځه نور طالب قومندانان له ''اسلامي دولت'' سره یوځای شول.
''اسلامي دولت'' وړاندې افغانستان او پاکستان د خپل ''خراسان'' ولایت په نوم یاد کړي وو.
ځینې داسې انګیرنې هم شته، چې ګني د ملا فضل الله په ګډون د پاکستاني طالبانو ځینې غړي په ننګرهار او له پولې سره په نژدې قبایلي سیمو کې پټ شوي دي.
څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید تر ۴۰ ډېر کسان وژلي وو.
شاهد الله شاهد یو مستعار نوم و، چې اصلي نوم یې شیخ مقبول اورکزی دی.
تر اوسه د ''اسلامي دولت'' ډلې یا د دوی په وینا د ''خراسان'' ولایت جنګیالیو د ښاغلي شاهد د وژل کېدو یا نه وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د روان کال فبرورۍ کې هم افغان چارواکو ویلي وو، په افغانستان کې د ''اسلامي دولت'' له لوري تازه ټاکل شوی استازی او قومندان ملا عبدالرؤوف خادم د څارګرې الوتکې په یوه برید کې وژل شوی.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي وو، ښاغلی خادم د سوېلي هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې وژل شوی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په تېر مارچ کې هم افغان چارواکو ادعا کړې وه، چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یې د ملا عبدالرؤف خادم ځای ناستی چې د هغه وراره هم دی، وژلی دی.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویلي وو، وژل شوی کس حافظ وحیدي نومیږي چې د ملاعبدالرؤف تر وژلووروسته یې په هلمند کې د ''اسلامي دولت'' ډلې مشري کوله.
شاهد الله شاهد
- د پاکستاني طالبانو یا (TTP) مخکینی ویاند و، چې د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر میاشت کې له ''اسلامي دولت'' سره د وفادارۍ له کبله له ویاندۍ لیرې شو
- د نوموړي له لیرې کېدو سره د پاکستاني طالبانو ډله سره ووېشل شوه
- د شاهد له لیرې کېدا وروسته پاکستاني طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل، شاهد الله شاهد یو مستعار نوم دی، بلکې اصلي نوم یې شیخ مقبول دی
- د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه جګپوړي مشر بي بي سي ته منلې وه، چې شاهد او پنځه نور جګپوړي طالب مشران له دې کبله شړل شوي، چې ګني د ملا محمد عمر د مشرۍ په اړه یې شک درلود








