افغان ولسمشر محمد اشرف غني روسیې ته په سفر تللی

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشر غني د پنځو هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره روسیې تللی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه او د (بریکس) په نامه د پنځو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه دوه ورځني سفر کې لوړپوړی دولتي پلاوی هم د ښاغلي غني ملتیا کوي.
له دغه سفره موخه د شانګهای اصلي او څارونکو غړو هېوادونو د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې برخه اخیستل بلل شوي.
همدارنګه ولسمشر غني به د بریکس په نامه د پنځو هېوادونو یعنې برزیل، روسیې، هند، چين او د سویلي افریقا د مشرانو په غونډه کې هم برخه واخلي
د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، ټاکل شوې، ښاغلی غني به د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، په سیمه کې د سولې او امنیت او د نویو سیمه ییزو او اقتصادي هڅو مهارولو په اړه د دغه سازمان له ځینو غړو سره خبرې وکړي.
دا د افغانستان د ولسمشر په توګه روسیې ته د ولسمشر غني لومړی سفر دی.
د سیمه ییزو هېوادونو له ځینو مشرانو سره د ښاغلي غني ځینې لیدنې کېدای شي په سیمه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې د نفوذ په اړه وي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په وروستۍ لیدنه کې په افغانستان د ''اسلامي دولت'' فعالیتونه د اندېښنې وړ بللي و.

ښاغلي کرزي هم ''اسلامي دولت'' ډله د سیمې لپاره نوی ګواښ بللی و خو ویلي و، چې په افغانستان کې د دغې ډلې نفوذ د بهرنیو هېوادونو د ملاتړ پایله ده.
د افغانستان حکومت ویلي، چې ''اسلامي دولت'' د افغانستان په دریو ولایتونو هلمند، ننګرهار او فراه کې فعالیتونه پیل کړي دي او دولت له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري.
افغانستان له یوې لسېزې راهیسې په سیمه کې د امریکا له نژدې متحدانو دی، خو دغه هېواد له روسیې سره هم خپلې اړیکې ښې ساتلې دي.








