د افغانستان پر پارلمان برید پای ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان پر پارلمان د وسله والو لخوا برید نژدې ۳ ساعته دوام وکړ، چې د ۷ تنو برید کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.
د عامه روغتیا د رسنیو برخې مسول اسماعیل کاووسي ویلي، د افغانستان پر پارلمان د برید له کبله ۳۱ کسان ټپیان شوي دي، چې په کې ۵ مېرمنې او ۳ ماشومان شامل دي. ښاغلي کاووسي، د یوه ماشوم روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
په رپوټونو کې راغلي، له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر د پارلمان ودانۍ ته نژدې چوول شوی او وروسته بیا یو شمېر برید کوونکو ډزې پیل کړې دي.
مخکې له دې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ځایي رسنیو ته ویلي و، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي او د پارلمان ودانۍ او شاوخوا سیمه یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
ښاغلي صدیقي ویلي و، د افغانستان د پارلمان هیڅ یوه غړي ته زیان نه دی رسېدلی، خو یو یا دوه برید کوونکي د افغانستان پارلمان ته نژدې یوه نیمه ودانه ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي.
ښاغلي صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه برید د ۷ تنو برید ګرو له خوا تر سره شوی، چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ټول بریدګر وژل شوي دي.
د افغانستان د ولسې جرګې غړی نقیب الله فایق چې د چاودنې پر مهال عمومي تالار کې و، بي بي سي ته وویل، موږه د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال او د دفاع وزارت نوماند وزیر محمد معصوم ستانکزي ته انتظار وو، چې پارلمان ته راشي په دې وخت کې چاودنه وشوه.

د عکس سرچینه، MP.Faiq
دغه استازي وویل، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه واورېدل شول او د پارلمان غړي خوندي ځایونو ته لاړل.
نوموړي وویل، د دفاع وزارت نوماند وزیر د معرفي کېدو په تړاو د پارلمان ډیری غړي حاضر وو.
د افغانستان د پارلمان د دارالانشاء یوه کار کوونکي، چې په دغه چاودنه کې سرسري تپي شوی دی، بي بي سي ته وویل، چاودنه دومره زوروره وه، چې د پارلمان د ودانۍ دننه ښیښې یې ماتې کړې.
نوموړي وویل، د دارالانشاء کارکوونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

د عکس سرچینه، MP. Faiq
د ځايي رسنیو رپوتونه ښيي چې درې چاودنې شوې دي.
د دغې پېښې پړه طالبانو پر غاړه اخیستې.
د پارلمان تلویزیون د استازو د غونډې له تالاره تصویرونه خپاره کړي، چې لوګي او خاورې ترې پورته کېږي.
له یاد تالاره ټولو استازو پښې سپکې کړې دي.








