افغانستان په دريو هېوادونو کې خپل سفارتونه بندوي

د عکس سرچینه، epa
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د کمې بوديجی او د لګښت د سپما په خاطر به په دريو هېوادونو کې خپل سفارتونه بند کړي.
د بهرنيو چار وزير صلاح الدين رباني وايي غواړي په برازيل، جنوبي افريقا او هنګري کې خپل سفارتونه وتړي.
نوموړي دغه څرګندونې د خپل سل ورځني کاري پلان د وړاندې کولو پر مهال وکړې.
دی وايي دا کار د بهرنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو يوه برخه ده او وايي ولسمشر اشرف غني هم له دغې پرېکړې سره موافق دی.
ښاغلي رباني وويل "بهرنيو اړيکو او د هېواد اقتصادي حالت ته په کتو دغو سفارتونو کومه ځانګړې ګټه نه لرله، او مصرف يې د ګټې پر وړاندې څو ځله زيات و"
دی وايي "د دې سفارتونو کار يې نږدې نورو سفارتونو ته سپارلی دی"
ښاغلي رباني وويل چې په بلغاريا کې د افغانستان سفارت به د کونسلګرۍ کچې ته راټيټ کړي.
د بهرنيو چارو وزير وويل چې د نوموړي وزارت ځينې کارکوونکي به د کمې بوديجې له کبله خپلې دندې له لاسه ورکړي.
دی وايي د ځينو سلاکارانو چې د کار موده يې پوره شوې قراداد نه زياتوي او زياتره به يې خپلې دندې له لاسه ورکړي.








