ولسي جرګې پر سګرېټو ګمرکي تعرفه ۱۰۰٪ ته لوړه کړه

د عکس سرچینه، reuters
د افغانستان ولسي جرګې د دخانیاتو په قانون کې د نوي بدلون له مخې پر سګرېټو پخوانۍ ۲۰ سلنه ګمرکي تعرفه ۱۰۰ سلنې ته لوړه کړه.
سيد ولي ناصر په خپل راپور کې وايي، د ولسي جرګې د روغتیا، ځوانانو او لوبو کمېسیون ويلي افغانستان ته په کلني ډول د څه دپاسه دوه میلیارد ډالرو په ارزښت سکرېټ واردېږي.
د ولسي جرګې غړي صالح محمد سلجوقي وويل د مالیې وزارت په سګرېټو د ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې له لوړولو سره موافق نه دی.
ښاغلي سلجوقي وويل: ''د مالې وزارت وايي په یو ځل ۱۰۰ سلنې ته د ګمرکي تعرفې لوړول د بيا صادرولو په برخه کې ستونزې پيدا کوي، ځکه پاکستان خپله ګمرکي تعرفه ۲۵ سلنه را کښته کړې ده''.
په ولسي جرګه کې پر سګرېټو د ګمرکي تعرفې د لوړولو پر سر نظرونه سره وېشلي وو.
ځينو ويل پر سګرېټو د ۵۰ سلنې ګمرکي تعرفې لوړول کافي دي، خو ځينو نورو ويل دا بايد د دې دوه برابره شي.

د عکس سرچینه، Reuters
په ولسي جرګې کې د کندوز د خلکو استازي عبدالودود پيمان وويل: ''ټول هغه سوداګر چې افغانستان ته سګرېټ واردوي پاکستانيان دي، ګمرکي تعرفه سل په سلو کې کړئ آن تر هغه يې هم لوړه کړئ''.
تر اوږدو بحثونو وروسته دغه موضوع رایې اچونې ته وړاندې شوه چې ډېری وکيلانو د ۱۰۰ سلنې ګمرکي تعرفي د لوړوالي په پلوۍ رايه ورکړه.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وويل: ''د مجلس نصاب ۱۲۵ کسه دی. دوه نظرونه موجود دي. یوه ډله نظر لري چې باید د سګرېټو پر وارداتو ۵۰ سلنه مالیه لوړه شي او بله ډله بیا د ۱۰۰ سلنې مالیې د لوړوالي غوښتنه کوي. له ۱۲ سرو کارتونو پرته د رایو په اکثریت ۱۰۰ سلنه ماليه ومنل شوه''.

د عکس سرچینه، AFP
ولسي جرګه دا ګام وروسته له هغې پورته کوي، چې د تنباکو د نړیوالې ورځې پر مهال د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وويل چې يوازې په پلازمېنه کابل کې له پنځلسو کلونو پورته ۳۵ سلنه نارينه سکرېټ څکوي.
د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا نړیوال سازمان په افغانستان کې تنباکو ته د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو د لاسرسي په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.








