''د عینکو مس کان تړون د افغانستان په ګټه نه دی''

د عکس سرچینه،
د افغانستان د کانونو او پیټرویلیم وزیر وايي، د عینکو مس کان قرارداد د دغه هېواد په ګټه نه دی او مخکینی قرارداد به لاسلیک نه کړي. په لوګر ولایت کې د مس عینک د استخراج قرارداد د چین له اېم سي سي شرکت سره شوی و.
دغه شرکت کابو پنځه کاله مخکې په عینکو مس کان کې خپل لومړني کارونه پیل کړي، خو د کانونو او پیټرولیم وزیر داود شاه صبا وايي، تر اوسه په دې کار کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی:
"د عینکو مس قرارداد اوه کاله مخکې لاسلیک شو، او د شرکت ځینې دندې مشخصې شوې نه وې، له شاوخوا شپږو کلونو وروسته یې موږ ته د ارزونې یوه مسوده راواستوله، چې افغان حکومت ته هېڅ د منلو وړ نه ده، زه د یوه افغان په توګه تر مرګه چمتو نه یم چې لاسلیک یې کړم، ځکه چې ګټه نه لري او د افغان ولس په ګټه نه ده".
ښاغلي صبا دا څرګندونې د افغانستان د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې، خو ټینګار یې دا و چې په دغه وزارت کې په دې لویه کچه د کانونو دا ډول قرارداد ظرفیت نه شته.
ښاغلي صبا وویل، له چینايي شرکت سره به د عینکو مس د کان د استخراج په تړاو خبرې بیا له سره پیل شي:
"اوس موږ پوهېږو چې په کوم ځای کې ستونزه لرو او چېرې یې نه لرو. موږ د عینکو مس د پېچلي قراداد عملي کولو وړتیا نه لرو. باید بهرني شرکتونه راوغواړو او دا کار راته وکړي. موږ به د مس عینک پر قرارداد بیا له سره غور وکړو. موږ په کال کې د مس عینک کان د استخراج لپاره دېرش میلیون ډالر امنیتي لګښتونه لرو".

له چینايي MCC شرکت سره د افغانستان د کانونو وزارت د مخکیني لاسلیک شوي قرارداد پربنسټ، دغه شرکت پر دغې پروژې دوه میلیارده ډالر پانګونه کوي.
د افغانستان د دولت اټکل دا دی، کله چې د عینکو مس کان تر ټولو لویه کچه تولید – یعنې په کال کې یادو شووی ۲۵۰ زره ټنو ته ورسېږي، په نړیوالو بازارانو کې د مسو بیې ته په پام سره به د دولت کلنی عاید له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیون ډالرو پورې ورسېږي.
همداشان، په مستقیم او نامستقیم ډول به له ۱۰ تر ۱۵ زرو پورې کاري بوختیاوې رامنځ ته شي.
افغان چارواکي تمه لري چې ددې کان را ایستل به د هېواد د اقتصاد په غوړېدو کې مهمه اغېزه ولري.
له چینايي کمپنۍ ایم سي سي سره په تړون کې د مسو او اوسپنې د ویلې کولو فابرېکې جوړول، تورخم او د افغانستان شمال ته د اورګاډي پټلیو جوړول او د حرارتي برېښنا فابریکې د جوړولو تر څنګ ځینې نور مهم ټکي هم شامل دي، چې کولای شي زرګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
د عینکو مسو کان د لوګر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه کې د مسو ستر کان پېژندل شوی دی.
دغو دنګو غرونو په خپل زړه کې ستره خزانه ساتلې ده.
مس چې د ورځنۍ ټکنالوژۍ له پرمختګ سره لا نور هم ارزښتمن کیږي.
د ځینو احصاییو له مخې د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت شاوخوا درې تریلیونه اټکل شوی دی.









