میدانښار کې د محکمې مخې ته ځانمرګي برید دوه پولیس وژلي

د عکس سرچینه، mw

د افغانستان پلازمېنې کابل په ګاونډ میدان وردګو ولایت میدانښار کې د محکمې مخې ته ځانمرګی برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي، د محکمې مخې ته ځانمرګي برید کې څلور ځانمرګي بریدګر او دوه پولیس وژل شوي دي.

د میدان وردګو مطبوعاتي دفتر واييو لومړی یوه ځانمرګي برید کوونکي د محکمې دروازه کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي او درې نور د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شول.

سرچینه وايي، په دې برید کې هېڅ کوم ملکي وګړي او یا د محکمې کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

د وردګو د محکمې یوه قاضي فضل الرحمن امیري بي بي سي ته وویل، د سې شنبې په ورځ (مې ۲۶) غرمه شاوخوا ۱۱ بجې برید کوونکي غوښتل محکمې ته ننوځي، خو کله یې چې مخه ونیول شوه، پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.

د محکمې ودانۍ ته څېرمه د ښځو چارو ریاست او د والي دفتر پراته دي.
د عکس تشریح، د محکمې ودانۍ ته څېرمه د ښځو چارو ریاست او د والي دفتر پراته دي.

نوموړی وايي، له چاودنې وروسته بهر ډزې پیل شوې، چې دا خبره د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي هم تایید کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

سرچینه وايي، په نښه شوې محکمه استیناف او ښاري محکمه ده.

د محکمې ودانۍ ته څېرمه د ښځو چارو ریاست او د والي دفتر پراته دي.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.