ولسمشر غني معصوم ستانکزی دفاع وزارت ته ونوماوه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د تماس نړیوالې ډلې غونډې ته په وینا کې معصوم ستانکزی د افغانستان د دفاع وزارت ته د نوماند په توګه یاد کړ.
ښاغلي غني د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د خبرو پرمهال وویل: ''خوښ یم چې ښاغلی ستانکزی د دفاع د راتلونکي وزیر په توګه اعلانوم''.
معصوم ستانکزی له تېرو څو کلونو راهیسې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر دی، چې د سولې په خبرو کې یو مهم شخصیت ګڼل کېږي.
په داسې حال کې چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو اته میاشتې تېرې شوې دي، خو افغانستان لاهم دفاع وزیر نه لري.
ویل کېږي، د دفاع د وزیر نومولو د ځنډېدو اصلي لامل د حکومت د مشرانو ترمنځ ژور اختلاف دی.
څو ورځې وړاندې د دفاع وزارت ته د ښاغلي ستانکزي د نومول کېدو په اړه ګنګوسې وې.
د ملي یووالي د حکومت د کابینې په لومړي نوملړ کې پخوانی لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي دفاع وزارت ته نومول شوی و، چې له ولسي جرګې یې د بریالیتوب رایې وانه خیستې.
بیا وروسته افضل لودین ددفاع وزارت ته ونومول شو، خو نوموړی د دفاع وزارت له نوماندۍ لاس پر سر شو.
ښاغلي لودین په یوه لنډ وېډیويي پیغام کې، چې د ارګ له خوا خپور شو، خپله استعفا وړاندې کړه او لامل یې ''ځینې شخصي ستونزې'' وګڼلې.
معصوم ستانکزی
- محمد معصوم ستانکزی په ۱۳۳۷ کال د کابل ګاونډي لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ کې زیږېدلی.
- پخوا یې د مخابراتو د وزیر، د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د سلاکار، د ملکي کولو او بیا مېشته کولو کمیسیون مرستیال په توګه کار کړی.
- د سولې د عالي شورا د وېبپاڼې پربنسټ، نوموړي په ودانیزه انجینرۍ کې تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې کړې دي.
- ویل کېږي ستانکزي د مخابراتو انستیتوت کې هم زده کړې کړي او پوځي روزنه یې لیدلې ده.
- نوموړی د سولې د عالي شورا غړی، ددغې شورا د دارالانشاء مشر او د کورني امنیت په چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار دی.








