طالبان: پکتیا کې له ۲ پرته ټول 'مشکوک' کسان خوشي شول

وسله وال طالبان وايي، د پکتيا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې مشکوک نیول شوي کسان وروسته له تحقیقاتو خوشي شول، یوازې دوه کسان يې لاهم تر تحقیق لاندې دي.

پکتیا کې زموږ خبریال وايي، د تېرې شنبې په ورځ نژدې اته موټر بېرته خوشي شوي، خو د خوشي شویو دقیق شمېر مالوم نه دی.

پکتیا کې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، د پکتیا سید کرم ولسوالۍ اړوندې لکړۍ درې نه ولسي خلکو د خوشي شویو کسانو اته موټر لیدلي دي.

د خوشي کېدو لړۍ د تېرې شنبې په ورځ غرمه شاوخوا ۱۲ بجې پیل شوه.

تېره ورځ د پکتیا ځايي چارواکو وویل، طالبانو د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ کسان په شاوخوا ۳۰ موټرو کې له سید کرم ولسوالۍ نه تښتولي، چې بیا وروسته امنیتي ځواکونو ددغو کسانو د ژغورنې لپاره عملیات کړل.

خو ځايي خلک وايي، دوی ددغو کسانو د ژغورنې لپاره هېڅ ډول عملیات ونه لیدل.

وروسته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل: "تر اوسه ۸ تنه دولتي مهم کسان ګير شوي، ۱۹ تنه تر شک او تحقیق لاندې دي، نورو عامو خلکو ته په سیمه کې هېڅ ستونزه نشته، هغوی به پرېښودل شي. په دې اړه چې ځينو رسنيو راپورونه ورکړي ګنې عام خلک برمته شوي او یا ملکي موټر تښتول شوي، داسې افواهات حقیقت نه لري، موږ يې ردوو".

د پکتیا دغه لویه لار ددې ولایت د جانیخېلو، څمکنیو او میرزکې په ګډون نهه ولسوالۍ سره نښلوي.