"د پکتیا د څارنوالۍ مشر په کابل کې وژل شوی"

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت استازي ګل پاچا مجیدي ویلي د دغه ولایت د څارنوالۍ مشر په کابل کې وژل شوی دی.
ښاغلي مجیدي بي بي سي ته وویل نجیب الله سطانزوی پرون ماښام (مې ۱۴مه) په خپل کور کې په ډزو ووژل شو.
د ولسي جرګې دغه استازي وویل ښاغلی سلطانزوی د اوونیزې رخصتۍ لپاره پکتیا کې خپل کور ته تللی و.
کابل کې امنیتي سرچینو لا تر اوسه د دغه خبر په اړه څه نه دي ويلي.
په تېرو لسو ورځو کې دا څلورم ځل دی چې کابل کې د څارنوالۍ کارکونکي په نښه کېږي.
تر دې مخکې کابل کې د دوشنبې پر ورځ (مې څلورمه) د څارنوالۍ د کارکونکو پر بس په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.
له دې پېښې وروسته، دوه ځلې نور هم د څارنوالیو د عملو ګاډي په ورته ډول په نښه شوي او مرګژوبله یې اړولې ده.




