غني: نشه يي توکي افغانستان او ایران ته ګواښ دی

ولسمشر غني وویل افغانستان به په راتلونکو لسو کلونو کې د مسو او اوسپنې تر ټولو ستر صادرونکی وي.
د عکس تشریح، ولسمشر غني وویل افغانستان به په راتلونکو لسو کلونو کې د مسو او اوسپنې تر ټولو ستر صادرونکی وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې ایران ته په سفر تللی، د دغه هېواد پلازمېنه تهران کې د افغانستان او ایران د اقتصادي فعالینو ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، په راتلونکو ۲۰ کلونو کې به اسیا له جغرافیایي مفکورې پر یوه اقتصادي لویې وچې بدله شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي ولسمشر غني وویل که ایران د افغانستان له لارې له چین، تاجکستان او ازبکستان سره ونښلول شي نو دا به په سیمه کې یو پراخ اقتصادي بدلون راولي.

ښاغلي غني وویل له نشه يي توکو لاسته راتلونکی جرمي اقتصاد، د افغانستان او ایران لپاره یو ګډ ګواښ ګڼل کېږي.

ولسشمر غني په سیمه کې د افغانستان مهم موقعیت ته په اشاره وویل مرکزي، سوېلي او شمالي اسیا د یوه ودان افغانستان پرته له یو بل سره اړیکې نه شي ټینګولی.

نوموړي د هېواد وارداتو ته په اشاره چې د صادراتو ۳۰ برابره ده وویل، موقعیت ته پام سره افغانستان باید نور یو اړخیز تجارت و نه کړي.

افغان ولسمشر له اوبو او ځمکو سمه ګټه اخیستنه، د کرهڼې په برخه کې پانګونه او افغانستان په یوه صادرونکي هېواد بدلول د خپل حکومت هدفونه وګڼل.

ده همدا راز اداري فساد د اقتصادي ودې پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه وبلله او د افغانستان اقتصاد لپاره یې کانونه، تېل او غاز مهم وبلل، زیاته یې کړه، لومړنۍ څېړڼې ښيي چې د هېواد ۳۳ سلنه کانونو ارزښت له یو تر درې تریلیون ډالرو پورې اټکل شوی دی.

ښاغلي غني ټینګار درلود چې د قاچاقي سوداګرۍ له کبله د افغانستان او ایران تر منځ د تجارت واقعي اندازه مالومه نه ده، ځکه نو باید د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي تجارت ته لار پرانیستل شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ښاغلي غني ټینګار درلود چې د قاچاقي سوداګرۍ له کبله د افغانستان او ایران تر منځ د تجارت واقعي اندازه مالومه نه ده، ځکه نو باید د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي تجارت ته لار پرانیستل شي.

ولسمشر غني وویل افغانستان به په راتلونکو لسو کلونو کې د مسو او اوسپنې تر ټولو ستر صادرونکی وي.

نوموړي ټینګار درلود چې د قاچاقي سوداګرۍ له کبله د افغانستان او ایران تر منځ د تجارت واقعي اندازه مالومه نه ده، ځکه نو باید د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي تجارت ته لار پرانیستل شي.

افغان ولسشمر زیاته کړه، پیسې تولیدي پانګونه نه ده او د هېواد سوداګري باید په راتلونکو څو کلونو کې په پانګونې بدله شي.

ده دې ته په اشاره چې هېواد یوازې د خصوصي سکتور په مټ پرمختګ نه شي کولی وویل غواړي د خصوصي سکتور او حکومت تر منځ یو څرګند تړون رامنځ ته کړي او دا چې دواړه خواوې مخالفتونو ته نه بلکې همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې وویل له بې وزلۍ او بېکارۍ سره چې ټوله سیمه یې ننګولې، له ګډې همکارۍ پرته مبارزه شونې نه ده او تر کومه چې بې وزلي وي، امنیت او ثبات نه شي ټینګېدای.