کونړ کې د ځنګل پر سر لانجې او د ناپېژاندو کسانو ډزو ۶ کسان وژلي

د عکس سرچینه، b

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، وسله والو طالبانو په ختیځ کونړ ولایت کې درې ولسي وګړي په ډزو وژلي د سیمې خلک وايي، پر دغو کسانو ډزې شوې، خو برید کوونکي نه دي مشخص شوي.

په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب د سیمې د خلکو له خولې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، دغه کسان د نرنګ ولسوالۍ پر سړک له موټره د کوزېدو پرمهال ویشتل شوي.

دی وايي، د پېښې ځای له ولسوالۍ سره نژدې دی، چې هلته سیمه ییز پولییس هم پراته دي.

ځینو خلکو ویلي، شاید برید کوونکو پر دغو ولسي وګړو د سیمه ییزو پولیسو ګومان کړی وي.

د سیمې خلک وايي، ویشتل شوي کسان مېلمانه وو، چې له پېښوره کونړ ته پر لاره وو.

د نرنګ امنیه قومندان خیر محمد ویلي، د برید په اړه څېړنه کوي، چې دا کار چا کړی، که چېرې طالبانو کړی وي، نو څرنګه له دې ولسوالۍ بېرته ژوندي وتلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې طالبانو دغه کسان تېره شپه له دولت سره د همکارۍ په تور په "مرمیو" ویشتلي.

د خبرپاڼې پربنسټ، په وژل شویو کې یو کس شهاب نومېده، چې له دولت سره یې هېڅ تړاو نه لاره او یو عادي وګړی و.

تر اوسه طالبانو ددغو کسانو د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

بل خوا، د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ځنګل پرسر د خلکو لانجه پورته شوې، چې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان پکې وژل شوي دوه نور ټپیان دي.

دا د کونړ او نورستان ترمنځ ګډ ځای دی.