کونړ کې ناړۍ ته غځېدلې لار له څو ورځو راهیسې بنده ده

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته ورغلې لار له څو ورځو راهیسې بنده ده. د ناړۍ اوسېدونکي وايي په لاره تلونکي ملکي موټر له لیرې نه په نښه کېږي. رپوټونه وايي په خامه لاره کې شلخي بمونه ښخ شوي دي.
د ناړۍ چارواکي وايي دلارې د خونديتوب لپاره ډير ژر ګام پورته کوي.
ددې کال په لومړیو کې هم دغه لار تړل شوې وه چې وروسته د یوې جرګې په منځګړتوب ازاده شوه.
وړمه ورځ په همدغه ناړۍ ولسوالۍ کې وسله والو د نجونو یو ښوونځی او یو روغتیایي مرکز په بمونو الوځولي وو.
دا څلورمه ورځ ده چې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته ورغلې لار د ولسي خلکو پر مخ تړل شوې.
د کونړ ولایتي شورا غړی شیر زمین وايي په لاره کې د اېښودل شوو بمونو له ډاره ملکي موټر نه شي تلی او که ورځي هم له لیرې نه په نښه کیږي.
نوموړی وايي که حکومت د لارې د خلاصون لپاره ګام وانه خلي، د خوراکي توکو د کمښت تر څنګ به ناروغان له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
سره له دې چې وسلوال طالبان دخلکو پر مخ د لارې تړل نه مني او وايي چې یوازې د پوځي ګاډو او حکومتي اکمالاتو پر وړاندې درېدلي، خو خلک وايي ان مړو ته هم دوړلو اجازه نه ورکول کیږي.
د ناړۍ ولسوال محمد رحمن دانش سره له دې چې دلارې دخوندیتوب لپاره دګام پورته کولو خبره کوي، د طالبانو دغه کړنه له عام ولس سره دښمني بولي.
ناړۍ ولسوالي له مرکز اسد اباد نه شاوخوا اویا کیلومتره لیرې پرته، او همدغه لار د نورستان کامدیش او برګیمټال ولسوالیو ته هم غځېدلې ده.
ددې کال په لومړیو کې هم د ناړۍ ولسوالۍ لار د خلکو پر مخ په دې پلمه تړل شوې وه چې حکومت د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته ورغلې لار بنده شوې وه او خلکو ته ېې سختې ستونزې جوړې کړي، خو دا ځل د خلکو پر مخ د لارې د تړلو هېڅ پلمه نشته.








